اروپا ته څومره کډوال ورغلي؟
شریک یې کړئ
په ۲۰۱۵ کال کې زیات شمېر کډوال د مدیترانې سمندر له لارې اروپا ته ورسېدل چې له امله ېې ډېر اروپايي هیوادونه د ستونزو سره مخ شول او په اروپايي اتحادېې کې یې په دې هکله اختلافات راوپارول چې دا کډوال چېرته او څرنګه مېشت کړي.
څومره خلک را روان دي؟
د کډوالۍ نړیوال سازمان تخمین کړې چې سږ کال تراوسه ۷۵۰،۰۰۰ کډوال د سمندر له لارې اروپا ته رسیدلي، خو دقیقې شمېرې لا نه دي معلومې ځکه چې ځینې کډوال ښايي په پټه له پولو تېر شوي وي.
د شمېرو د معلومولو یوه لاره ښايي د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د شمېر له مخې وي خو ښايي ټولو را رسېدلو کډوالو د پناه غوښتنه نه وي کړي.
د اروپايي اتحادیې د احصاييو اداره وايي څه باندې ۷۰۰،۰۰۰ کسانو د پناه اخېستوغوښتنه کړې ده.
جرمني ته تر ټولو زیات کډوال ورغلي.
د اکتوبر تر پایه له ۳۳۱،۰۰۰ نه ډېرو کسانو په جرمني کې د پناه اخطستوغوښتنه کړې ده.
هنګري په دویم مقام کې ده، ډیری کډوال د یونان او لویدیځ بالقان هېوادو له لارې هنګري ته رسېدلي.
د آګست تر پایه ۱۴۳،۰۷۰ کسانو هنګري کې د پناه غوښتنه کړي.
که څه هم په ۲۰۱۵ کې جرمني کې ډېرو کډوالو د پناه غوښتنه کړې خو هنګري ته د ډېرو کډوالو رسېدل ښيي چې د هېواد د نفوس په پرتله ورته تر ټولو زیات کډوال ورغلي.
د ۲۰۱۵ په لومړیو شپږو میاشتو کې د هنګري د هرو ۱۰۰،۰۰۰ محلي اوسېدونکو پر سر ۱،۴۵۰ تنو کډوالو د پناه غوښتنه کړې.
د جرمني لپاره دا شمېره ۳۲۳ ده او په برېتانیا کې د هرو ۱۰۰،۰۰۰ وګړو پر سر ۳۰ کډوالو د پناه غوښتنه کړې ده.
کډوال له کومو ځایو راغلي؟
تر اوسه پورې د سوریې جګړه د کډوالو د بهیر تر ټولو ستر لامل دی.
خو په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام، په ارېتریا کې له بشري حقونوسرغړونې، او په کوسوو کې بیوزلۍ هم د دې سبب شوي چې خلک د نړۍ نورو برخو ته د نوي ژوند په هیله ورشي.
د بیا مېشته کولو پلان
پر ځینو اروپايي هېوادو لکه یونان ،اېټالیا او هنګري باندې د کډوالو د نا متناسب بار لویدل، چې د بېړیو او ځمکې له لارې ورته ډېر کډوال ورغلي، په اروپايي اتحادیې کې د ترینګلتیا سبب شوي.
په سپتمبر کې، د اروپايي اتحادیې وزیرانو په اکثریت سره رایه ورکړه چې ۱۲۰،۰۰۰ کډوال پر اروپايي هېوادو باندې وویشي، خو د اوس لپاره به دا پلان یواځې پر هغو۶۶،۰۰۰ باندې عملي کېږي چې په اېټالیا او یونان کې دي.
پاتې ۵۴،۰۰۰ نور به له هنکري نه نورو ځایونو ته استول کېږي، خو دا د حکومتونو په فیصلو پورې تړلې ده چې کومو هېوادو ته به استول کېږي.
د بریتانیا حکومت د کډوالو د ونډې سیستم نه دی منلی او د کورنیو چارو وزارت ارقام ښيي چې د ۲۰۱۴ له جنوري راهیسې یې د اړمنو کسانو د بیامېشته کولو د پروګرام له مخې ۲۱۶ تنه سوري پناه وړونکي په بریتانیا کې میشته کړي دي.
لومړي وزیر ډیوېډ کامرون ویلي چې برېتانیا به په راتلونکو پنځو کلونو کې له سوریې څخه تر ۲۰،۰۰۰ پورې پناه وړونکي ومني.
پناه ورکول
سره له دې چې ډېرو خلکود پناه غوښتنه کړې خو ډېرو لږو خلکو ته پناه ورکړل شوې ده.
په ۲۰۱۴ کې، د اروپايي اتحادیې هېوادونو ۱۸۴،۶۶۵ پناه غوښتونکو ته پناه ورکړې ده.
په همدې کال کې ۵۷۰،۰۰۰ کډوالو د پناه اخېستوغوښتنه کړې ده، خو کېدای شي دا یوه اوږده پروسه وي او ډېرو هغوته چې پناه ورکړل شویده ښايي په تېرو کلونو کې یې غوښتنلیکونه ورکړي وي.
د ۲۰۱۵ کال تر جون پورې په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۲۵،۰۰۰ کسانو په بریتانیا کې د پناه اخېستوغوښتنه کړې ده.
زیاتره غوښتنلیکونه رد شوي دي او په ۲۰۱۴ کې له ۶۰ سلنې زیات د پناه غوښتنې لومړني غوښتنلیکونه نه دي منل شوي.
په همدې موده کې ۶،۷۸۸ پناه غوښتونکي او د هغوی د کورنۍ غړي له بریتانیا څخه ایستل شوي یا په خپله خوښه وتلي دي.
کډوال څنګه اروپا ته ځي؟
د کډوالۍ نړیوال سازمان د اټکل له مخې د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ نه تر نومبر پورې له ۷۵۰،۰۰۰ نه زیات کډوال پېژندل شوي، په داسې حال کې چې په ټول ۲۰۱۴ کال کې د کډوالو شمېر۲۸۰،۰۰۰ و.
په دې شمېرو کې هغه کډوال شامل نه دي چې پټ تېرشوي دي.
د اروپايي ټولنې بهرنی سرحدي ځواک، فرانټکس، د کډوالو دتګ بېلا بېلې لارې او اروپايي پولو ته د کډوالو شمېرې څاري او وايی چې سږ کال اروپا ته له ۷۱۰،۰۰۰ نه زیات کډوال ننوتلي.
زیاتره هغه کډوال چې غواړي یونان ته لاړ شي له ترکیې نه په نسبتا لنډه لاره د کاس، چیوس، لیسوس او ساموس ټاپوکانو ته ځي - معمولا له کمزورو ربړي بېړیو یا له لرګیو جوړو شویو وړو بېړیو څخه کار اخلي.
څومره کډوال مړه کېږي؟
له لیبیا نه اېټالیا ته سفر اوږد او له خطرونو ډک دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي له ۲،۸۰۰ نه زیاتو هغو کډوالو د مړینې رپوټ ورکړل شوی چې سږ کال یې پر دغه لاره د تلوهڅه کړې وه- په ټوله کې د ۲۰۱۵ کال په ترڅ کې تراوسه په مدیترانې کې ۳،۴۰۶ کسان مړه شوي دي.
زیاتره مړینې د دوبي په میاشتوکې کېږي ځکه چې په دې وخت کې زیات کډوال اروپا ته د رسېدو هڅه کوي.
خو سږ کال تر اوسه کډوالو لپاره تر ټولو وژونکې میاشت اپریل وه، چې له ۸۰۰ کسانو ډکه بېړۍ د لیبیا پولې ته نژدې ډوبه شوه.
په بېړۍ کې له حده زیات شمېر کسانو شته والی د دې مصیبت یو لامل بلل شوی.
د سوریې د کړکېچ اغېز
د سوریې د سختې کورنۍ جګړې له امله چې څلور کاله پخوا پیل شوې او د پای نښې یې نه ښکاري په ۲۰۱۵ کې اروپا کې د سوري پناه غوښتونکو شمېر ناڅاپه زیات شو.
زیاتره سوري پناه وړونکي ګاونډیو هېوادونو لکه ترکیې، لبنان او اردن ته تښتېدلي، دا شمېر له هغو نه ډېر زیات دی چې اروپا ته د سخت سفر ستونزې یې ګاللي.
کډوال د جرمني دننه وېشل شوي
په مرکزي اروپ اکې اوس په لسګونو زره کډوال د نورو ځایونو په پرتله جرمني ډېر خوښوي. ګمان کېږي چې سږ کال به هلته له ۸۰۰،۰۰۰ نه زیات پناه وړونکي د پناه اخیستو غوښتنه وکړي، چې دا د ۲۰۱۴ کال د شمېر څلور برابره کېږي.
جرمني د ونډو یو سیستم لري چې د خپلو فدرالي ایالتونو د مالیو د عایداتو او نفوس په تناسب پناه وړونکي پر هر ایالت باندې وېشي.
د ترمینالوجي په اړه یوه یادونه
بی بي سي ټولو هغو خوځېدونکو خلکولپاره د کډوالو اصطلاح کاروي چې لا تراوسه یې د پناه غوښتنې قانوني پروسه نه ده بشپړه کړې.
په دې ډله کې هغه خلک شامل دي چې له جګړې ځپلو هیوادونو لکه سوریې څخه تښتي، چې ښايي هغوی ته د پناه وړونکي دریځ ورکړل شي. همداراز هغو خلکو لپاره د کډوالو اصطلاح کارول کېږي چې د کارونو او ښه ژوند په لټه له خپل کوره وځي، چې ښايي حکومتونه هغوی د اقتصادي مهاجرو یا اقتصادي کډوالو په توګه وبولي.
دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات
بېرته پورته
ورته مطالب
د ستاسې غږ نور مطالب
ولې ملا عمر د امریکا هدف نه دی؟
بشپړ متن ولولئ ولې ملا عمر د امریکا هدف نه دی؟
د ښځو د حقونو لپاره نارینه څنګه او څه راز مرسته کولی شي؟
بشپړ متن ولولئ د ښځو د حقونو لپاره نارینه څنګه او څه راز مرسته کولی شي؟
د "ملي یووالي" حکومت پر جزییاتو پوره خبر یاست؟
بشپړ متن ولولئ د "ملي یووالي" حکومت پر جزییاتو پوره خبر یاست؟
مهم خبرونه
اشرف غني وايي "د خپلو هېوادوالو د وینې بدل" اخيستو هوډ لري د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د نني لاریون په اړه خپله وینا کې ویلي "موږ هوډمن یو چې د خپلو هېوادوالو د وژنې بدل واخلو."
11 نومبر 2015 - 20 لړم 1394
کابل: ننني لاریون کې ۷ لاریون کوونکي ټپیان شوي 11 نومبر 2015 - 20 لړم 1394
برامداغ بګټي: یوازې هغو سره خبرې کوو، چې د خبرو واک لري 11 نومبر 2015 - 20 لړم 1394
ځانګړي مطالب
باراني ورځ او د کابل قهرېدلي لاریونیان
دوبۍ الوتکو نندراتون، پر ځمکه او په هوا کې: انځورونه
روغې پښې، روغ سر
د موبایل ټیلیفون له لارې زده کړه
وروستیو ناامنیو د شېرخان بندر ترانزیت ټکنی کړی
په مرګ د محکومو بندیانو ساتنه تمساحان کوي
د جان لېنن ګيتار په ۲،۴ ميليون ډالرو وپلورل شو
له خځلو راخیستل شوي نمبر پلېټونه په ۱۰۰ زره ډالر وپلورل شول
د میانمار ټاکنې او د مسلمانانو بې برخې والی؟
ډېر لوستل شوي
- 8 ساعتونه مخکې

- جرمني کې د کډوالو په پلوي او مخالفت لاریونونه شوي
8 نومبر 2015 - 17 لړم 1394
- کډوالو کړکېچ: ملګرو ملتونه چیک چارواکي په سرغړونو تورنوي
22 اکتوبر 2015 - 30 تله 1394
- سلوانیا هره ورځ ۲۵۰۰ کډوالو ته د مخکې تګ اجازه ورکوي
19 اکتوبر 2015 - 27 تله 1394
د ستاسې غږ نور مطالب
ولې ملا عمر د امریکا هدف نه دی؟
- 24 دسمبر 2014 - 03 مرغومی 1393
بشپړ متن ولولئ ولې ملا عمر د امریکا هدف نه دی؟
د ښځو د حقونو لپاره نارینه څنګه او څه راز مرسته کولی شي؟
- 24 سپتمبر 2014 - 02 تله 1393
بشپړ متن ولولئ د ښځو د حقونو لپاره نارینه څنګه او څه راز مرسته کولی شي؟
د "ملي یووالي" حکومت پر جزییاتو پوره خبر یاست؟
- 22 سپتمبر 2014 - 31 وږی 1393
بشپړ متن ولولئ د "ملي یووالي" حکومت پر جزییاتو پوره خبر یاست؟
مهم خبرونه
اشرف غني وايي "د خپلو هېوادوالو د وینې بدل" اخيستو هوډ لري د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د نني لاریون په اړه خپله وینا کې ویلي "موږ هوډمن یو چې د خپلو هېوادوالو د وژنې بدل واخلو."
11 نومبر 2015 - 20 لړم 1394
کابل: ننني لاریون کې ۷ لاریون کوونکي ټپیان شوي 11 نومبر 2015 - 20 لړم 1394
برامداغ بګټي: یوازې هغو سره خبرې کوو، چې د خبرو واک لري 11 نومبر 2015 - 20 لړم 1394
ځانګړي مطالب
باراني ورځ او د کابل قهرېدلي لاریونیان
دوبۍ الوتکو نندراتون، پر ځمکه او په هوا کې: انځورونه
روغې پښې، روغ سر
د موبایل ټیلیفون له لارې زده کړه
وروستیو ناامنیو د شېرخان بندر ترانزیت ټکنی کړی
په مرګ د محکومو بندیانو ساتنه تمساحان کوي
د جان لېنن ګيتار په ۲،۴ ميليون ډالرو وپلورل شو
له خځلو راخیستل شوي نمبر پلېټونه په ۱۰۰ زره ډالر وپلورل شول
د میانمار ټاکنې او د مسلمانانو بې برخې والی؟
ډېر لوستل شوي
- 1 اشرف غني وايي "د خپلو هېوادوالو د وینې بدل" اخيستو هوډ لري
- 2 باراني ورځ او د کابل قهرېدلي لاریونیان
- 3 اروپا ته څومره کډوال ورغلي؟
- 4 دوبۍ الوتکو نندراتون، پر ځمکه او په هوا کې: انځورونه
- 5 کابل: ننني لاریون کې ۷ لاریون کوونکي ټپیان شوي
- 6 برامداغ بګټي: یوازې هغو سره خبرې کوو، چې د خبرو واک لري
- 7 میانمار ولسمشر انګ سان سوچې ته د بریا مبارکي ورکړه
- 8 خوب سره د تړلو ناروغيو درملنې کې تازه پرمختګ
- 9 طالبان: زابل کې زموږ پوځي مسؤول ''نه دی وژل'' شوی
- 10 روغې پښې، روغ سر