Announcement

Collapse
No announcement yet.

کرېکټ: افغانستان ایرلنډ ته په پنځو وېکټو م

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • کرېکټ: افغانستان ایرلنډ ته په پنځو وېکټو م

    کرېکټ: افغانستان ایرلنډ ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه
    د هند په دیرادون ښار کې د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه کې افغان لوبډله په پنځو وېکټو بریالۍ شوه. د ایرلنډ ټوله لوبډله په پنځوسم اور کې په ۱۶۱ منډو وسوځېده. افغانستان وتوانېد چې دا هدف په ۴۲م اور کې په پنځو وېکټو پوره کړي.
    د دغې لوبې پچه ایرلنډ لوبډلمشر ویلیم پورټرفیلډ وګټله او لومړی یې د بېټینګ یا توپوهنې پرېکړه وکړه.
    ایرلنډ په ۴۹ اورنو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۱۶۱ منډې یې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۶۲ منډو هدف وټاکه.
    مجیب الرحمان او دولت ځدراڼ درې - درې وېکټې واخیستې.
    کرېکټ: افغانستان ایرلنډ**** ته په ۸۴ منډو ماته ورکړه
    کرېکټ: افغانستان له ایرلنډه لومړۍ شل اوریزه لوبه وګټله
    د افغانستان له لوري محمد شهزاد تر ټولو ډېرې ۴۳ منډې جوړې کړې او حضرت الله ځاځي ۲۵ منډې وکړې چې تېره شله اوریزه لوبه کې په ۶۲ توپونو له ۱۶۲ منډو سره تر ټولو مخکښ او ریکارډ جوړونکی و.
    کرېکټد انځور حقوقafghan cricket board
    دې دې وړاندې افغانستان د شل اوریزو لوبو په لړۍ کې هم ایرلنډ ته درې/صفر ماتې ورکړې وه.افغان لوبډلمشر اصغر افغان وايي، د لوبو دغه لړۍ د نړیوال جام سیالیو ته د چمتوالي په نظر ګوري.
    په نننۍ لوبه کې محمد شهزاد چې شل اوریزو کې یې برخه نه درلوده، او حشمت الله شاهدي، رحمت شاه ګلبدین نایب او دولت ځدراڼ ته هم ونډه ورکړل شوې وه.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X