Announcement

Collapse
No announcement yet.

پخوانی ویست انډیزي لوبغاړی د افغان لوبډلې

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پخوانی ویست انډیزي لوبغاړی د افغان لوبډلې

    پخوانی ویست انډیزي لوبغاړی د افغان لوبډلې روزونکی شو


    سیمنز
    - د ویست انډیز پخوانی ال راونډر فیل سیمنز د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی یا کوچ غوره شو.
    سیمنز وروسته له دې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی وټاکل شو چې هندي روزونکي لالچند راجپوت دا دنده پرېښوده.
    راجپوت یوازې ۳ میاشتې د افغانستان له ملي لوبډلې سره کار وکړ.
    سیمنز (Phil Simmons) تجربه کار روزونکی دی. نوموړی پخوا د آیرلنډ او ویست انډیز د لوبډلو روزونکی هم پاتې شوی دی.
    ۵۴ کلن سیمنز په ۲۰۰۲ م کال له کرکټ څخه تقاعد شو او د لومړي ځل لپاره یې د روزونکي په توګه له زیمبابوې سره کار پیل کړ.
    خو ده د زیمبابوې له لوبډلې سره، چې په بد حالت کې وه، مرسته ونه کړای شوه او په نتیجه کې یې دنده له لاسه ورکړه.
    د دې خلاف ده د ایرلنډ ټیم بري ته ورساوه. په ۲۰۰۷ کې یې دا لوبډله د دې جوګه کړه چې نړیوال جام ته لاره ومومي.
    سیمنز، چې په ۲۲۴ مسابقو کې د روزونکي دنده په غاړه لرلې ده، د نړۍ یو له هغو روزونکو څخه ګڼل کېږي چې د زیاتو نړیوالو سیالیو رزونکی پاتې شوی دی.
    دی له خپلې اصلي لوبډلې (ویست انډیز) څخه له جلا کېدو ۸ کاله وروسته بېرته د هغې روزونکی شو او خپله لوبډله یې د شل اوریزو سیالیو د نړیوال جام ګټونکې کړه.
    سیمنز به له زیمبابوې سره د افغانستان د ملي لوبډلې په راتلونکو ۲ شل اوره سیالیو کې د روزونکي په توګه کار وکړي، ورپسې به له زیمبابوې سره په شارجه کې د افغانستان د لوبډلې د ۵ یو ورځنیو سیالیو په لړ کې د افغان لوبغاړو د روزنې چارې پر مخ یوسي.
    په مارچ میاشت کې به د نړیوال جام د غوراوي لپاره افغان لوبډله د سیمنز تر لارښوونې لاندې زیمبابوې ته لاړه شي.
    همداراز له هند سره به د افغانستان په لومړنۍ ټیسلوبې کې سیمنز د افغانستان کوچ وي.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X