Announcement

Collapse
No announcement yet.

افغانستان د انترکانټینټل جام سیالیو اتلو

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • افغانستان د انترکانټینټل جام سیالیو اتلو

    افغانستان د انترکانټینټل جام سیالیو اتلولي وګټله


    - افغانستان متحده عربي اماراتو ته په ۱۰ ویکټونو ماتې ورکړه او د انترکانټینیټل سیالیو کپ یې ترلاسه کړ.
    د افغانستان ملي لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۵۱۰ منډې وکړې او د متحده عربي امارات لوبډله یې له سخت حالت سره مخامخ کړه.
    د دې لپاره چې اماراتو په خپله لومړۍ پاڼۍ کې صرف ۱۹۷ منډې وکړې، افغان لوبډله له اماراتي لوبډلې وغوښتل چې دوهمه پاڼۍ هم ولوبوي.
    اماراتي لوبغاړو په دوهمه پاڼۍ کې ۳۳۱ منډې وکړې چې د افغانستان تر ټاکل شوي هدف ۱۸ منډې زیاتې شوې.
    د اماراتو ۱۹ منډې هدف افغان لوبغاړو په خورا سادګۍ، بې له دې چې کوم لوبغاړی یې وسوځي، پوره کړ.
    احسان الله ۱۸ او جاوید احمدي ۲ منډې وکړې او په دې توګه یې دا جام په خپل نوم ثبت کړ.
    تر دې وړاندې په ۲۰۱۱ کال هم افغانستان د انترکانتینټل سیالیو د اتلولۍ جام ګټلی و.
    د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د څلور ورځینۍ مسابقې د غوره لوبغاړي جایزه راشد ارمان ته ورکړل شوه.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X