Announcement

Collapse
No announcement yet.

افغان لوبډلې له اماراتو سره د ۴ ورځینۍ سیا

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • افغان لوبډلې له اماراتو سره د ۴ ورځینۍ سیا

    افغان لوبډلې له اماراتو سره د ۴ ورځینۍ سیالۍ په لومړۍ ورځ ۳۲۱ منډې وکړې



    - د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن /چهارشنبه/ له متحده عربي اماراتو سره د څلور ورځینۍ مسابقې په لومړۍ ورځ د ۳ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۳۲۱ منډې وکړې.
    د مسابقې، چې د ابو ظهبي په شیخ زاید لوبغالي کې کېږي، پچه متحده عربي امارتو وګټله او غوره یې وګڼله چې لومړی افغان لوبغاړي بیټنګ وکړي.
    جاوید احمدي او احسان الله د افغان لوبډلې پرانستګر لوبغاړي ول.
    جاوید احمدي ۶ منډې وکړې خو احسان الله ښه ولوبېد. ده په ۲۴۲ توپونو د ۱۴ څلوریزو او یوې شپږیزې په ګډون ۱۲۴ منډې وکړې.
    د افغانستان درېم سوځېدلی لوبغاړی رحمت شاه و چې د احسان الله په شان یې ښه لوبه وکړه. رحمت شاه په ۱۹۱ توپونو ۱۰۳ منډې وکړې.
    اصغر ستانکزي تراوسه ۶۷ او ناصر جمال ۸ منډې کړي دي. دوی به بیټنګ ته سبا دوام ورکړي.
    نن په ۹۶ اورونو کې د افغانستان د منډو شمېر ۳۲۱ دی. ښايي سبا افغان لوبغاړي لوبه تېزې کړي چې اماراتي لوبغاړي دواړه پاڼۍ یا ایننګونه ولوبولی شي.
    که افغانستان دا مسابقه وګټي د انترکانټینینټل د اتلولۍ جام به پخپل نوم کړي.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X