Announcement

Collapse
No announcement yet.

فغان ۱۹ کلن کرکټ لوبغاړي د اسیا اتلان شول

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • فغان ۱۹ کلن کرکټ لوبغاړي د اسیا اتلان شول

    فغان ۱۹ کلن کرکټ لوبغاړي د اسیا اتلان شول




    - د افغانستان تر نولس کلونو لږ عمره کرکټ لوبغاړو په مالیزیا کې په پایلوبه کې د پاکستان تر نولس کلونو لږ عمره کرکټ لوبغاړو ته بده ماتې ورکړه.
    لومړی بیټنګ افغان لوبغاړو وکړ او ۲۴۷ منډې یې جوړې کړې. په ځواب کې پاکستاني لوبغاړي د ۶۳ منډو په جوړیدو وسوځیدل.
    د افغانستان له لورې اکرام علي ۱۰۷ منډې جوړې کړې او افغان ټیم یې په پښو ودراوه.
    د بالنګ په برخه کې مجیب ځدارڼ یو ځل بیا د پاکستان لوبغاړي داسې وسوځول چې د لوبې پر مهال بهرني تبصره کوونکي ویل چې د افغانستان له خوا دغه یو مجیب د پاکستاني لوبغاړو لپاره بس دی.
    مجیب ځدراڼ د پاکستان پنځه لوبغاړي اوټ کړ. په همدې اتلولي کې په خپل ګروپ کې هم افغان لوبغاړو پاکستان ته سخته ماتې ورکړې وه، هغه پلا هم مجیب د پاکستان ۶ لوبغاړي سوځولي و.
    اکرم علیخېل، چې په پایلوبه کې یې ۱۰۷ منډې وکړې، د پایلوبې غوره لوبغاړی او مجیب ځدراڼ، چې په پایلوبه کې ۵ او په ټول تورنمنټ کې ۲۰ لوبغاړي وسوځول، د ټورنمنټ غوره لوبغاړي وپېزندل شول.
    اړوند مطالب
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X