Announcement

Collapse
No announcement yet.

افغان ۱۹ کلن د اسیايي جام پایلوبې ته ووتل

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • افغان ۱۹ کلن د اسیايي جام پایلوبې ته ووتل

    افغان ۱۹ کلن د اسیايي جام پایلوبې ته ووتل



    - د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبډلې نن /جمعه/ نیپال ته ماتې ورکړه او د نولس کلنو د اسیايي حام پایلوبې ته ووته.
    ټاکل شوې ده چې د افغانستان ټیم په پایلوبه کې له پاکستان سره مخامخ شي. افغان لوبډلې په سرلوبو کې پاکستان ته په خورا لوی توپیر ماتې ورکړې وه.
    افغان لوبغاړو نیپال ته په ۷ ویکټونو ماتې ورکړه.
    نن په نیمه پایلوبه کې افغان لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې باولینګ یا توپ اچونه غوره کړه.
    نیپالي لوبغاړي یو په بل پسې وسوړځېدل خو یوازې انیل کومار ښه ولوبېد. ده په ۵۷ توپونو ۵۰ منډې وکړې.
    د نیپال ټول لوبغاړي په داسې حال کې، چې په ۲۸ اوور کې یې ۱۰۳ منډې کړې وې، وسوځېدل.
    مجیب الرحمن

    په افغان باولرانو کې مجیب الرحمان ۶ لوبغاړي وسوځول او یوازې یې ۲۸ منډې ورکړې. د مجیب الرحمان له لوري په سوځول شویو نیپالي لوبغاړو کې د دغه ټیم ۵ تر ټولو ښه بېټسمنان هم شامل دي.
    افغان لوبغاړو د نیپال د ۲۰۴ منډو هدف په شلم اوور او درېم توپ پوره کړ.
    رحمت الله ګوربز ښه بیټنګ وکړ. ده ۹ څلوریزې او ۲ شپږیزې ووهلې.
    دروېش رسول ۲ شپږیزې ووهلې.
    تر دې وړاندې پرون /پنجشنبه/ پاکستان د بنګله دېش نولس کلنو ته په ۲ منډو ماتې ورکړه.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X