Announcement

Collapse
No announcement yet.

افغان لوبغاړو دریمه سیالي له کوربه بنګله ž

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • افغان لوبغاړو دریمه سیالي له کوربه بنګله ž

    د افغانستان د کرېکټ تر نولس کلنو ټیټ عمره لوبډلې خپله دریمه یو ورځنۍ لوبه له کوربه بنګله دیشي لوبډلې په پنځو ویکټو وګټله.
    د لوبې پچه یا ټاس د بنګله دیش لوبډلې وګاټه او منډو جوړولو ته یې ملا وتړله.
    خو د افغان توپ اچونکو پر وړاندې ډېر ټینګ پاتې نه شول او ټول لوبغاړي یې یواځې د ۷۵ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.
    د افغانستان له لوري نوین الحق درې او طارق ستانکزي دوه لوبغاړي وسوځول.
    د افغان لوبغاړو پیل ښه نه وو او خپل درې لوبغاړي یې داسې مهال له لاسه ورکړي وو چې یواځې ۱۲ منډې یې جوړې کړې وې.
    خو وروسته د درویش رسولي او نثار وحدت یوې ښې ملګرتیا د لوبې رنګ بدل کړ او افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف یواځې په ۱۸ اورونو کې بشپړ کړ.
    په دې سره افغان لوبډلې خپله دریمه لوبه په پنځو ویکټو وګټله.
    لومړۍ لوبه د بنګله دیش لوبډلې په لوی توپیر ګټلې وه او دویمه یې د باران له کبله ځنډول شوې وه.
    بله لوبه به د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.

    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X