Announcement

Collapse
No announcement yet.

کرېکټ: نجيب او سميع د بنګله دېش ليګ لپاره وپ&#

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • کرېکټ: نجيب او سميع د بنګله دېش ليګ لپاره وپ&#

    د افغان ملي لوبډلې چپ لاسی توپوهونکی نجیب ځډراڼ او دوه نور افغان لوبغاړي تردې دمه د بنګله دېش د کورني کرېکټ په غوره لیګ کې اخیستل شوي دي.
    د بنګله دېش د غوره لیګ، چیټاګانګ ویکینګز لوبډلې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلی، نجیب ځدراڼ به د دوی په لوبډله کې لوبه وکړي.
    پر نجیب ځدراڼ سربېره په دغه لیګ کې دوه نور افغان لوبغاړي سمیع الله شینواری او زهیر خان هم اخیستل شوي دي.
    نجیب ځدراڼ ۲۵ کاله عمر لري، په چپ لوري توپوهنه کوي، د لوبې منځ کې توپوهونې ته راځي او په ښي لاس اف بریک توپ اچونه کوي.
    بي بي سي سره په خبرو کې نجیب ځدراڼ وویل، "ډېر خوشحاله یم چې په دغه لیګ کې غوره شوی یم".
    "دا لومړی ځل دی چې په دومره لوی لیګ کې به لوبه کوم... او هڅه به مې دا وي چې ښه لوبه وکړه، مینه وال خوشحاله کړم او د افغانستان نوم اوچت کړم"
    د انځور حقوق Getty Images Image caption د بنګله دېش د غوره لیګ، چیټاګانګ ویکینګز لوبډلې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلی، نجیب ځدراڼ به د دوی په لوبډله کې لوبه وکړي. سمیع الله شینواری او زهیرخان په بي*پي ایل سیالیو کې د رانګپور رایډرز لوبډلې له خوا پېرل شوي دي.
    ۳۰ کلن سمیع الله شینواری د افغان ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی دی چې په ښي لاس توپوهنه او لېګ بریک توپ اچونه کوي.

    خو زهیر خان بیا په چپ لاس ورو (چيري مین) بالر دی چې د نړۍ په کچه د ورته توپ غورځوونکې بېلګې کمې دي.
    چیټاګانګ ویکینګز لوبډلې پر نجیب ځدراڼ سربېره د کرېکټ نور نړیوال نامتو لوبغاړي هم پېرلي چې په ډله کې پاکستانی مصباح الحق، د نیوزیلنډ لکي رانچي او د انګلستان لایم ډاوسم نومونه د یادونې دي.
    د بي*پي*ایل د ۲۰۱۶ په سیالیو کې هم دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد ارمان هم لوبې کړې وې چې د ښه ځلېدو له امله یې د نړیوالو پام د ځان پر لور کړ.
    د انځور حقوق Getty Images Image caption سمیع الله شینواری د افغان ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی دی چې په ښي لاس توپوهنه او لېګ بریک توپ اچونه کوي. د بنګله دېش غوره لیګ سیالۍ په ۲۰۱۲ کال کې پیل شوې چې د ۲۰۱۷ کال سیالۍ به یې د راتلونکې نومبر میاشتې په دویمه پیل او د همدې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.
    بنګله دېش غوره لیګ په نړۍ کې درېیم ډېر نندارچيان او مینه وال لرونکی لیګ دی.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X