Announcement

Collapse
No announcement yet.

نبي: زما هدف پیسې نه په هند لیګ کې ښه لوبېدل د

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • نبي: زما هدف پیسې نه په هند لیګ کې ښه لوبېدل د

    کرېکټ ملي لوبډلې وتلي لوبغاړی نبي عیسي خېل او راشد ارمان د سنرایز حیدراباد لوبډلې مننه وکړه او خپلو مینه والو او ټولو افغانانو ته یې مبارکي ورکړه.د هند پرېمير ليګ سياليو لپاره ليلامۍ کې دغه دوه افغان لوبغاړي د سنرايزر حيدراباد لوبډلې له خوا وپېرل شول.
    محمد نبی وايي "فکر مې نه کاوه چې غوره به شم خو هدف مې و چې باید له بنګله دېش پرېمير ليګ سياليو او پاکستان سوپر ليګ سياليو وروسته په ای پې اېل کې ولوبېږم."
    نبي او راشد د هند غوره لیګ کې وپېرل شول
    د بنګله دېش په لیګ کې د نبي کم سارې لوبه
    نبي او شهزاد د پاکستان سوپرلیګ کې د لوبېدو پرېکړه کړې
    محمد نبي د نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو الرونډارانو په لست کې دویم ځای لري. د دې ترڅنګ د پاکستان او بنګله دېش په لیګ کې هم لوبېدلي.
    راشد خان په څلوېښت میلیونه هندي روپیو چې شاوخوا ۶ سوه زره ډالره کېږي او نبي عیسی خېل هم په درې میلیونه روپیو چې ۴۵ زره ډالره کېږي پلورل شوي.
    محمد نبي وايي "کله چې اصغر ستانکزی په لیلامۍ کومې لوبډلې وانخیست ډېر خپه شوم خو پر خپل ځان او د راشد په غواروي ډېر خوښ یم."
    د انځور حقوق Gareth Copley Image caption راشد ارمان وايي چې افغان لوبغاړي په بنګله دېش لیګ کې ښه وځلېدل او اوس یې هم هدف په هند غور لیګ سیالیو کې ښه لوبه کول دي. نوموړی وايي هدف یې پیسې نه په دغه لیګ کې ښه لوبه او د افغانستان نوم روښانه کول دي.
    د کرېکټ په اسوسيټ يا دويمه درجه لوبډلو کې افغان لوبډله يوزاينۍ هغه ده چې تر ټولو ډېر يعني پنځه لوبغاړي يې ای پي اېل کې د لوبېدو لپاره وړاندې کړي وو.
    بل لور ته راشد ارمان ویلي چې افغان لوبغاړي په بنګله دېش لیګ کې ښه وځلېدل او اوس یې هم هدف په هند غور لیګ سیالیو کې ښه لوبه کول دي.
    دا لومړی ځل دی چې افغان مینه وال به خپل ملي لوبغاړي په اي پي اېل سیالیو کې ویني.
    دغه سيالۍ به د روان کال د اپريل پر ۵ نېټه پيل شي او د مۍ تر ۲۱ به دوام وکړي.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X