Announcement

Collapse
No announcement yet.

کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته په ۱۱ منډو مات

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته په ۱۱ منډو مات

    کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه

    • 3 ساعتونه مخکې


    شریک یې کړئ



    د انځور حقوق ICC د افغانستان او زمبابوې تر منځ د پنځه یو ورځنیو کرېکټ لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان زمبابوې ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه.
    لوبه د زمبابوې توپ وهنې پر مهال د باران له امله وځنډېدله او وروسته یې پایله بیا د ډک ورت لوېس طریقې له لارې وټاکل شوه.
    د باران له پیله وړاندې زمبابوې په ۲۸م اوور کې ۹۹ منډې کړې وې او ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
    د افغانستان په توپ اچوونکو کې محمد نبي، حمزه، ګلبدین او راشد ارمان یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
    تر دې وړاندې افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۱۵ منډې وکړې.
    لوبډلمشر اصغر ستانکزي تر ټولو ډېرې ۵۰ منډې وکړې. د دواړو لوبډلو تر منځ پنځه یو ورځنۍ لوبې کېږي.
    پر ده سربېره نور علي ځدران ۳۹، رحمت شاه ۳۱ منډې وکړې.
    راشد ارمان پر ښې توپ اچونې سربېره د توپ وهنې په ډګر کې هم ښه وځلېد او سخت وخت کې یې یوازې په ۱۸ توپونو ۳۲ منډې وکړې او د افغانستان منډو شمېر یې تر ۲۱۵ ورساوه.
    دا د دواړو هېوادونو تر منځ د پنځه یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وه.
    دویمه لوبه به د فبروري په ۱۹مه نېټه وي.
    درېیمه لوبه: ۲۱ فبروري
    څلورمه لوبه: ۲۴ فبروري
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X