Announcement

Collapse
No announcement yet.

د پاکستان سوپر ليګ دوه نور افغان لوبغاړي ه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د پاکستان سوپر ليګ دوه نور افغان لوبغاړي ه

    • 13 فبروري 2017 - 25 سلواغه 1395


    شریک یې کړئ



    د انځور حقوق ACB د پاکستان سوپر لیګ د افغانستان نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې دوو لوبغاړو، مجیب الرحمان رحمان او طارق ستانکزي ته بلنه ور کړې چې په دې سیالیو کې ور سره یو ځای شي.
    د افغانستان کریکټ بورډ وایي، دغه لوبغاړي به نن د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو(PSL) کې د پیښور زلمي لوبډلې سره په متحده عربي اماراتو کې یو ځای شي.
    لوبغاړي مجیب الرحمان رحمان هم له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې د پېښور زلمي له خوا دې لوبو ته بلل شوی دی.
    د هغه په خبر، څو ورځې وړاندې دې لوبډلې وړاندیز ورته کړی و او هڅه یې دا ده چې د دوشنبې په ورځ په دغو لوبو کې د ګډون لپاره له یادې لوبډلې سره یو ځای شي.
    له دې مخکې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې وتلو لوبغاړو محمد نبي عيسی خېل او شهزاد محمدي د پاکستان سوپرلیګ لوبو کې د لوبېدو پرېکړه کړې وه.
    + نبي او شهزاد د پاکستان سوپرلیګ کې د لوبېدو پرېکړه کړې
    + یو شمېر افغان او نړیوال لوبغاړي د پاکستان لیګ کې نه لوبېږي
    محمد نبي عیسی خیېل په لومړیو کې ویلي وو، د پاکستان سوپرلیک کریکټ سیالیو کې به ونه لوبېږي، خو وروسته یې وویل، چې په لومړي پړاو کې به یې لوبه وکړي.
    شهزاد محمدي هم د زمبابوې له لوبو وروسته د پاکستان سوپرلیګ سیالیو دویم پړاو کې لوبه کوي.
    د انځور حقوق ACB د تېرې جنورۍ میاشتې وروستیو کې د ځینو افغان لوبغاړو په ګډون یو شمېر نړیوالو لوبغاړو د پاکستان سوپر لیګ کرېکټ سیالیو کې د برخې نه اخیستو پرېکړه کړې وه.
    محمد شهزاد او محمد نبي د افغانستان د ملي لوبډلې هغه لوبغاړي وو چې د پېښور زلمي او کوټه ګلاډیېټرز لوبډلو له لوري په لوبو کې یې د برخې نه اخیستو پرېکړه کړې وه.
    د دوی تر څنګ د بنګله دېش شکیب الحسن، د انګلستان الیکس هالیس، د ویسټ انډيز کارلوس براتوایټ او ډیوایني براو هغه لوبغاړي دي چې په دغه لیګ کې لوبه نه کوي.



    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X