Announcement

Collapse
No announcement yet.

شهزاد محمدي او محمد نبي د پاکستان په غوره ل

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • شهزاد محمدي او محمد نبي د پاکستان په غوره ل

    شهزاد محمدي او محمد نبي د پاکستان په غوره لیګ کې لوبېږي



    - د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دوه لوبغاړي محمد نبي او شهزاد محمدي د پاکستان د غوره لیګ په سیالیو کې لوبه کوي.
    د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې محمد نبي به د پاکستان د غوره لیګ په لومړیو دوو سیالیو کې ګډون وکړي او بیا به له دغه هیواده زیمبابوې ته روان شي چې د افغانستان له ملي ټیم سره یوځای شي.
    ټاکل شوې ده چې د افغانستان او زیمبابوې ملي ټیمونه لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه د فبرورۍ په ۱۶ مه په هرارې کې وکړي.
    د دوی دوهمه سیالي د فبرورۍ په ۱۹مه، درېمه د فبرورۍ په ۲۴ مه او پنځمه یا وروستۍ د فبرورۍ په ۲۶مه په پام کې نیول شوې ده.
    د ملي لوبډلې بل لوبغاړی شهزاد محمدي به له زیمبابوې سره له ۵ یو ورځینیو سیالیو وروسته یعني د فبرورۍ په پای کې پاکستان ته لاړ شي او د دغه هیواد په غوره لیګ کې به ګډون وکړي.
    ډېره تمه وه چې دا دوه افغان لوبغاړي به د هند په غوره لیګ کې واخیستل شي. همداراز ګومان کېده چې د افغان ملي ټیم ځلاند استعداد راشد خان ارماني به هم پاکستاني یا هندي کلبونه وپېژني خو داسي ښکاري چې هغوی تراوسه پوري د ارماني استعداد ته متوجې شوي نه دي.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X