Announcement

Collapse
No announcement yet.

رېکټ: زمبامبوی الف سره لوبه کې د افغانستان 

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • رېکټ: زمبامبوی الف سره لوبه کې د افغانستان 

    رېکټ: زمبامبوی الف سره لوبه کې د افغانستان څلورمه پرلپسې بریا

    خوشحال تایب بي بي سي
    • 9 ساعتونه مخکې


    شریک یې کړئ



    د انځور حقوق ACB Image caption . د افغانستان کرېکټ پرمختايي لوبډلې د زمبابوی لوبډلې ته څلورمه پرله پسې ماتې ورکړه.
    افغان پرمختیايي لوبډلې تر دې دمه خپله ښه وړتیا ښوولې او د زمبابوی الف لوبډله چې د ملي لوبډلې لوبغاړي یې هم په کې لوبېږي بریا ته نه ده پرې ایښې.
    افغان لوبډلمشر شفیق الله شفق پچه یا ټاس وګاټه او سیالې ډلې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د زمبابوی لوبډلې نن نسبتاً ښه لوبه وکړه او د ټولو ۵۰ اورونو په لوبولو او د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۱۲ منډې جوړې کړې.
    کرېکټ: په یوازې ۲۳ توپونو د شفق ۷۰ ناسوځېدلې منډې
    افغان کرېکټ بورډ پر میلیون لیګ لګېدلی بندیز لرې کړ
    د افغانستان له لوري نواز خان پنځه او محمد ابراهیم دوه سیال لوبغاړي وسوځول.
    د زمبابوی الف لوبډلې له لوري موتوبودزي ښه لوبه وکړه او ۶۲ منډې یې جوړې کړې.
    د افغان لوبډلې پیل ښه نه وو او خپله لومړۍ ویکټه یې په لومړي اوور کې له لاسه ورکړه، خو وروسته د نورالحق او وحیدالله شفق ملګرتیا، د افغانستان پرمختیايي لوبډلې له بریا سره ډېره مرسته وکړه.
    نورالحق په ۴۷ منډو وسوځېد، خو وحیدالله شفق د لوبې تر پایه د ۵۱ منډو په جوړولو سره ناسوځېدلی پاتې شو.
    افغان پرمختیايي لوبډله به خپله بله او وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د زبمابوی له الف لوبډلې سره ترسره کړي.
    شاوخوا دوې اونۍ وروسته به د افغانستان ملي لوبډله هم د زمبابوی لوبډلې سره د سیالیو په موخه حراري ته لاړه شي.


    اړونده مطالب
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X