Announcement

Collapse
No announcement yet.

پنځه اسوشیېت لوبغاړي چې باید د هند په غوره 

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پنځه اسوشیېت لوبغاړي چې باید د هند په غوره 

    پنځه اسوشیېت لوبغاړي چې باید د هند په غوره لیګ کې واخیستل شي



    تاند- کریک ویز ویبپاڼه وايي، د کرکټ د نړیوالې شورا د اسوشیېت غړیو ۵ لوبغاړي باید د هند د ۲۰۱۷ کال د غوره لیګ په سیالیو کې واخیستل شي.
    د هند د غوره لیګ سیالۍ د فبرورۍ په څلورمه پیلېږي. په دغو سیالیو کې ۳۵۱ لوبغاړي اخیستل کېږي چې اوس یې یوازې ۲ لوبغاړي د اسوشیېت غړیو کاناډا او آیرلنډ دي.
    خو کریک ویز باور لري چې د اسوشیېت هیوادونه څو نور ښه استعدادونه هم لري چې پکار ده د هند په غوره لیګ کې ونیول شي.
    کریک ویز لومړی د محمد شهزاد نوم لیکلی او لیکلي یې دي چې دا افغان لوبغاړی په ۲۰۱۶ م کال له ویرات کوهیل وروسته د شل اووریزو لوبو په نړۍ کې په دوهمه درجه زیاتې منډې کړي دي.
    کریک ویز ورپسې د کیفین اوبرین نوم یاد کړی.
    درېم محمدنبي د دې وړ بللی شوی چې باید د هند په غوره لیګ سیالیو کې برخه ولري.
    ویبپاڼه وايي چې محمد نبي د نړۍ یو له ښو ال رونډارنو څخه دی.
    نبي په شل اووریزو سیالیو کې ۱۶۳۵ منډې کړي او ۱۱۵ لوبغاړي یې سوځولي دي.
    د هانګ کانګ بابر حیات او د سکاټلنډ ریچ برینګټن هم د دې وړ بلل شوي چې باید د هند په غوره لیګ سیالیو کې واخیستل شي.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X