په نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم تاریخي بریا
تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن /یکشنبه/ د کرکټ په نړیوال شل اووریزو سیالیو کې د لومړي ګروپ تر ټولو غښتلي ټیم ویست انډیز ته په ۶ منډو ماتې ورکړه.
ویست انډیز په روان تورنمنټ کې هیڅ ماتې نه وه کړې. دغه ټیم د لومړي ګروپ نورې لوبډلې لکه سریلانکا، جنوبي افریقا او انګلیستان ته ماتې ورکړې وه.
پچه ویست انډیز وګټله خو پرېکړه یې وکړه چې لومړی بیټنګ افغانستان وکړي. افغان لوبغاړو په خپلو ۲۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ویست اندیز ته ۱۲۴ منډې هدف وټاکه.
تر ټولو زیاتې منډې نجیب الله ځدراڼ وکړه. ده په ۴۵ توپونو ۴۸ منډې وکړې.
شهزاد په ۲۵ توپونو ۲۴ اصغر ستانکزي په ۲۸ توپونو ۱۶ منډې وکړې.
د افغان لوبغاړو د منډو جدول:
افغان باولران لا ښه وځلېدل. راشد خان ۲، محمد نبي ۲، امیر حمزه ۱، حمید حسن ۱او کلبدین نایب ۱ ویست انډیزي لوبغاړي وسوځول.
په دې مسابقه کېژ نجیب الله ځدراڼ استثنايي توپ ونیوه (کېچ کړ).
د افغان لوبغاړو باولینګ
همداراز د لوبې حکم د افغان لوبغاړو له لوري د یوه ویست انډیزي لوبغاړي پر سوځولو سترګې پټې کړې.
د ویست انډیز په وړاندې د افغانستان نننۍ بری له دې نظره هم مهم دی چې دغه ټیم د خپل ګروپ نور ټول ټیمونه مات کړي او له بلې خوا ویسټ انډیز د روان شل اووریز جان یو له اصلي کاندیدانو څخه دی.
- Sunday, 27 March 2016 17:45
- خپرونکی: تاند
- تبصره ولیکئ
- Category: خبرونه
- permalink
-
خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن /یکشنبه/ د کرکټ په نړیوال شل اووریزو سیالیو کې د لومړي ګروپ تر ټولو غښتلي ټیم ویست انډیز ته په ۶ منډو ماتې ورکړه.
ویست انډیز په روان تورنمنټ کې هیڅ ماتې نه وه کړې. دغه ټیم د لومړي ګروپ نورې لوبډلې لکه سریلانکا، جنوبي افریقا او انګلیستان ته ماتې ورکړې وه.
پچه ویست انډیز وګټله خو پرېکړه یې وکړه چې لومړی بیټنګ افغانستان وکړي. افغان لوبغاړو په خپلو ۲۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ویست اندیز ته ۱۲۴ منډې هدف وټاکه.تر ټولو زیاتې منډې نجیب الله ځدراڼ وکړه. ده په ۴۵ توپونو ۴۸ منډې وکړې.
شهزاد په ۲۵ توپونو ۲۴ اصغر ستانکزي په ۲۸ توپونو ۱۶ منډې وکړې.
د افغان لوبغاړو د منډو جدول:
افغان باولران لا ښه وځلېدل. راشد خان ۲، محمد نبي ۲، امیر حمزه ۱، حمید حسن ۱او کلبدین نایب ۱ ویست انډیزي لوبغاړي وسوځول.په دې مسابقه کېژ نجیب الله ځدراڼ استثنايي توپ ونیوه (کېچ کړ).
د افغان لوبغاړو باولینګ
همداراز د لوبې حکم د افغان لوبغاړو له لوري د یوه ویست انډیزي لوبغاړي پر سوځولو سترګې پټې کړې.د ویست انډیز په وړاندې د افغانستان نننۍ بری له دې نظره هم مهم دی چې دغه ټیم د خپل ګروپ نور ټول ټیمونه مات کړي او له بلې خوا ویسټ انډیز د روان شل اووریز جان یو له اصلي کاندیدانو څخه دی.
