Announcement

Collapse
No announcement yet.

پاکستان افغان کرکټ ټیم ته د مسابقو بلنه ور

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پاکستان افغان کرکټ ټیم ته د مسابقو بلنه ور

    تاند- د پاکستان کرکټ بورډ نن /پنجشنبه/ وویل، په پام کې لري چې راتلونکې میاشت د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړي.
    دغه بورډ وايي، مخکې تر دې چې د پاکستان کرکټ ټیم په دوبي کې د مسابقو لپاره انګلیستان ته روان شي، له افغان لوبډلې سره به څو سیالۍ وکړي.
    د پاکستان کرکټ بورډ وايي، ټیم به یې له افغان ټیم سره ۳ یو ورځینۍ مسابقې وکړي.
    په ۲۰۰۹ میلادي کال په لاهور کې د سریلانکا پر لوبډلې له تروریستي حملې وروسته د نړۍ د کرکټ ټیمونه د امنیتي اندېښنو له کبله پاکستان ته نه ځي خو زیمبابوې تېر کال له افغانستانه پرته لومړنی هیواد و چې خپله لوبډله یې پاکستان ته واستوله.
    د پاکستان کرکټ بورډ مسوولانو ایکسپریس تریبیون ته وویل:«د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د سیالیو لړۍ (سریز) په پام کې ده او پاکستان لېواله دی چې دا سیالۍ په راتلونکې اپرېل میاشت کې وشي. د افغانستان له کرکټ بورډ سره په دې اړه خبرې شوي، د ۲ څلور ورځینیو او ۳ یو ورځینیو مسابقو وړاندیز شوی دی. خو دې ته په پام چې موږ له انګلیستان سره مسابقې لرو، ممکن یوازې ۳ یو ورځینۍ مسابقې وکړای شو.»
    پاکستاني رسنۍ وايي چې د افغانستان ټیم تېر کال د پاکستان په رمضان کپ کې، چې د روژې په میاشت کې و، برخه واخیسته او د مسابقو لیدو ته یې ډېر خلک جلب کړل.
    د کرکټ په روان نړیوال شل اووریز جام کې د افغان لوبغاړو ښه ځلېدلو د نړیوالو پام او ستاینې خپل لور ته اړولي دي.
    سره له دې چې افغانستان په ۳ مسابقو کې هیڅ یوه ونه ګټله خو له انګلیستان، سریلانکا او جنوبي افریقا سره یې ښې او نسبتاً برابرې لوبې وکړې. له همدې کبله د کرکټ د نړۍ سترو لوبغاړو برین لارا او سچن تندلوکر د کرکټ له نړیوالې شورا وغوښتل چې په نورو نړیوالو سیالیو کې دا ډول ټیمونه بې برخې نه کړي.
    Tweet Leave a Reply


    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X