Announcement

Collapse
No announcement yet.

افغان کرکټ لوبغاړي د نړیوال جام دوهم پړاو 

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • افغان کرکټ لوبغاړي د نړیوال جام دوهم پړاو 

    افغان کرکټ لوبغاړي د نړیوال جام دوهم پړاو ته ورسیدل



    تاند – د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ۲۰۱۶ کال د کرکټ د شل اورونو په نړیوال جام کې زیمبابوې ته ۵۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د نړیوال جام دوهم پړاو ته یې لاره ورکړه.
    د افغانستان له لورې تر ټولو ډیرې منډې محمد نبي وکړې ده په ۳۲ توپونو ۵۲ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو. سمیع الله شینواري ۴۳، محمد شهزاد ۴۰ او ټول ټیم ۱۸۶ منډې وکړې.
    د زیمبابوې لوبډله مخکې تر دې چې دې هدف ته ورسیږي ټول لوبغاړي یې د ۱۲۷ منډو په ترسره کولو وسوځیدل. د افغانستان له لورې راشد خان په څلور اورونو کې یوازې ۱۱ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې اوټ کړل.
    افغانستان په دې ډول د نړیوال جام په الف ګروپ کې له انګستان، جنوبي افریقا، سریلانکا او ویسټ اینډیز سره یوځای شو.
    په دې ګروپ کې ټولې لوبډلې تکړه دي، خو انګلستان ډیر تیز توپویشتونکي او جنوبي افریقا خطرناکه توپ اچوونکي لري. دا امکان لري چې افغان لوبډله پر ویسټ اینډیز او سریلانکا برلاسه شي.


    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X