نړیوال ۲۰ اوري جام: افغانستان سکاټلنډ ته ماتې ورکړه
- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ په نړیوال شل اوریز جام کې لومړنۍ سیالي له سکاټلنډ څخه په ۱۴ منډو وګټله.
دا بری د افغان لوبغاړو لپاره خورا مهم ګڼل کېږي ځکه چې لوبغاړو یې روحیه ترلاسه کړه.
په دې مسابقه کې چې د هند په ناګپور کې وشوه، پچه افغان لوبغاړو وګټله او لومړی بیټنګ یې په خپله وکړ.
افغان لوبغاړو په خپلو ۲۰ اوورنو کې د ۵ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۷۰ منډې جوړې کړې.
د افغان لوبغاړو د منډو جدول
د افغانستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ محمد شهزاد وکړ. ده په ۳۹ توپونو ۶۱ منډې جوړې کړې او د مسابقې غوره لوبغاړی وپېژندل شو. کیپتان اصغر ستانکزي ۵۵ منډې وکړې.
سکاټلنډي لوبغاړو تر افغان لوبغاړو هم ښه بیټنګ پیل کړ. لومړیو دوو لوبغاړو په خپل بیټنګ افغان لوبغاړي وارخطا کړل. تقریباً په هر توپ یې څلوریزه جوړوله.
د سکاټلنډ دوو لومړیو لوبغاړو ایچ جي مونسي په ۲۹ توپونو ۴۱منډې او کې جې کوتزر په ۴۰ توپونو ۴۰ منډې وکړې.
په باولرانو کې راشید خان ارماني دوه لوبغاړي وسوځول او دوه نور سمیع الله شینواري او محمد نبي وسوځول.
د افغان لوبغاړو د باولینګ جدول
د افغان لوبغاړو له بري وروسته په جلال اباد، کابل او ځینو نورو ښارونو کې د ډزو ږغونه اورېدل شوي دي.
دا په داسي حال کې ده چې پولیسو ته امر شوی چې د ډزې کوونکو خلاف اقدام وکړي.
L
- T
- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ په نړیوال شل اوریز جام کې لومړنۍ سیالي له سکاټلنډ څخه په ۱۴ منډو وګټله.
دا بری د افغان لوبغاړو لپاره خورا مهم ګڼل کېږي ځکه چې لوبغاړو یې روحیه ترلاسه کړه.
په دې مسابقه کې چې د هند په ناګپور کې وشوه، پچه افغان لوبغاړو وګټله او لومړی بیټنګ یې په خپله وکړ.
افغان لوبغاړو په خپلو ۲۰ اوورنو کې د ۵ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۷۰ منډې جوړې کړې.
د افغان لوبغاړو د منډو جدولد افغانستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ محمد شهزاد وکړ. ده په ۳۹ توپونو ۶۱ منډې جوړې کړې او د مسابقې غوره لوبغاړی وپېژندل شو. کیپتان اصغر ستانکزي ۵۵ منډې وکړې.
سکاټلنډي لوبغاړو تر افغان لوبغاړو هم ښه بیټنګ پیل کړ. لومړیو دوو لوبغاړو په خپل بیټنګ افغان لوبغاړي وارخطا کړل. تقریباً په هر توپ یې څلوریزه جوړوله.
د سکاټلنډ دوو لومړیو لوبغاړو ایچ جي مونسي په ۲۹ توپونو ۴۱منډې او کې جې کوتزر په ۴۰ توپونو ۴۰ منډې وکړې.
په باولرانو کې راشید خان ارماني دوه لوبغاړي وسوځول او دوه نور سمیع الله شینواري او محمد نبي وسوځول.
د افغان لوبغاړو د باولینګ جدولد افغان لوبغاړو له بري وروسته په جلال اباد، کابل او ځینو نورو ښارونو کې د ډزو ږغونه اورېدل شوي دي.