د افغانستان د فوټبال ټیم بوټان په ۳ ګولونو مات کړ
تاند – د جنوبي اسیا د فدراسیون د فوټیال د سیالیو په دوام کې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په دوهمه مسابقه کې، نن /شنبه/ له بوټان سره مخامخ شو.
افغان لوبغاړو په اسانه بوټان ته درې پر صفر ماتې ورکړه. افغان لوبغاړي دومره پر لوبه واکمن ول چې د ټولې لوبې په ۹۰ دقیقو کې نژدې ۸۰ فیصده وخت کې توپ د دوی په پښه کې و او یو بل ته یې پاس ورکاوه.
تر دې مخکې افغانستان د جنوبي اسیا نسبتاً غښتلی ټیم بنګله دېش ۴ پر صفر مات کړی و.
خیبر اماني بوټان ته د سیالۍ په ۱۴ مه او ۵۱ دقیقو دوه ګولونه ورکړل. بل ګول مسیح سیغاني په ۴۳ دقیقه ووهه.
اماني بنګله دېش ته هم یو ګول ورکړی و.
له بلې خوا مالدیپ بنګله دېش ته ۳ پر ۱ ماتې ورکړه. بنګله دېش له دې ماتې سره له سیالیو حذف شو.
- Saturday, 26 December 2015 23:08
- خپرونکی: تاند
- تبصره ولیکئ