Announcement

Collapse
No announcement yet.

افغانستان کرکټ ټیم پر زیمیابوې بل ریکارډ ž

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • افغانستان کرکټ ټیم پر زیمیابوې بل ریکارډ ž

    افغانستان کرکټ ټیم پر زیمیابوې بل ریکارډ جوړ کړ



    تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له زیمبابوې سره په لومړنۍ شل اوریزه مسابقه کې مخامخ شوه او دا لوبه یې وګټله.
    لومړی زیمبابوې بیټینګ وکړ او په خپلو ۲۰ اوورونو کې یې د ۵ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۵۳ منډې وکړې خو افغان لوبغاړو د زیمبابوې له لوري ټاکل شوی ۱۵۴ منډې هدف د ۴ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې د ۱۹ اوور په لومړي توپ پوره کړ.
    دولت ځدراڼ ۳ لوبغاړي او دوه نور محمد نبي او راشید خان وسوځول.
    په بیټنګ کې شهراد په ۲۸ توپونو ۲۴ منډې، نجیب اه ب ځدراڼ په ۲۶ توپونو ۳۷ منډې، محمد نبي په ۲۹ توپونو ۳۳ منډې، کریم صادق په ۱۹ توپونو ۱۷، اصغر ستانکزي په ۱۰ توپونو ۱۸ او عثمان غني په ۳۴ توپونو ۱۳ منډې وکړې. محمد نبي او نجیب اهنډ ځدراڼ ترپایه ونه سوځېدل.
    دا لومړی ځل دی چې د دوهمې درجې یو ټیم د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړغړیتوب لرونکي ټیم ته په شل اوریزه مسابقه کې ماتې ورکوي.
    تر دې مخکې روانه اوونۍ افغانستان د کرکټ په تاریخ کې پر زیمبابوې یو بل ریکارډ هم جوړ کړ.
    افغان ټیم زیمبابوې ته د یو ورځنیو مسابقو په لړۍ کې ماتې ورکړه
    ټاکل شوې ده چې د افغانستان او زیمبابوې لوبډلې یوه بله ۲۰ اوریزه مسابقه هم وکړي.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X