هند او استرالیا تر منځ د لوبې تله برابره ده
شریک یې کړئ
هندي بالرانو د استرالیا توپوهونکي پر لومړۍ ورځ ۲۵۹ منډو ته محدود کړل. هند او استرالیا تر منځ د څلورو ټیسټ لوبو د دریمي لوبې د لومړۍ ورځې تر پایه استرالیا ۲۵۹ منډې کړې وې او ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
پچه د استرالیا موقتي لوبډلشمر سټیف سمیت وګټله او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه.
استرالیا خپل د سر لوبغاړی ډېوېد وارنر په صفر منډه له لاسه ورکړ خو کریس راجرز او شین واټسن بیټنګ کې ښه ملګرتیا وکړه.
دواړو په ملګرتیا کې ۱۱۵ منډې وکړې، راجرز پر ۵۷ او واټسن پر ۵۲ منډو وسوځېد.
استرالیا د ورځې تر پایه دوه نورې وېکټې هم له لاسه ورکړې خو لوبډلمشر سمیت یو ځل بیا ښه بیټنګ وکړ او نا سوځېدلې ۷۲ مندې یې جوړې کړې.
هند له خوا تېز بالرانو اومیش یادف او محمد شمي دوه دوه او ورو توپ اچونکي آر اشوین یوه وېکټه واخیسته.
نن د هندي بالرانو لپاره یوه ښه ورځ بللی شو ځکه دوی د استرالیا توپوهونکي چې په عمومي ډول د یوې ورځې په لوبه کې تر ۳۰۰ ډېرې منډې جوړوي، یوازې ۲۵۹ منډو ته محدود کړل.
برینډن میککلم پر ۱۳۴ توپونو ۱۹۵ منډې وکړې. بل خوا کوربه نیوزیلنډ او سریلنکا تر منځ د لومړۍ ټیسټ لوبې پر لومړۍ ورځ د نیوزیلنډ لوبډلمشر برینډن میککلم خورا چټکه لوبه وکړه او د ورځې تر پایه یې د خپلې لوبډلې منډې پر ۷ وېکټو ۴۲۹ ته ورسولې.
میککلم له غبرګې سلیزې یوازې ۵ منډې شاته، پر ۱۹۵ منډو وسوځېد. ده دغه منډې یوازې پر ۱۳۴ توپونو پوره کړې او ۱۱ شپږیزې او ۱۸ څلوریزې یې ووهلې.
د ده تر څنګ ځوان لوبغاړي کین ویلیمسن ۵۴ او الرونډر جیمي نیشم هم ۸۵ منډې وکړې.
سریلنکا له لورې انجیلو میتیوز دوه او سورانګا لکمل، شمېندا ایرنګا، دمیکا پرساد او تریندو کوشل یوه یوه وېکټه واخیسته.
دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات
بېرته پورته
ورته مطالب
د لوبې نور مطالب
د نیوزیلنډ بالرانو د سریلنکا د توپوهونکو ملا ماته کړه
بشپړ متن ولولئ د نیوزیلنډ بالرانو د سریلنکا د توپوهونکو ملا ماته کړه
"استرالیا پر هند له رواني پلوه برلاسې ده"
بشپړ متن ولولئ "استرالیا پر هند له رواني پلوه برلاسې ده"
مایکل کلارک ښايي تر نړیوال جام لوبو ته چمتو شي
بشپړ متن ولولئ مایکل کلارک ښايي تر نړیوال جام لوبو ته چمتو شي
ډېر لوستل شوي
- 26 دسمبر 2014 - 05 مرغومی 1393

- شاهد اپريدی د کرکټ له يو ورځنيو لوبو لاس په سر شو
22 دسمبر 2014 - 01 مرغومی 1393
- د جانسن تېز بالنګ استرالیا بریالۍ کړه
20 دسمبر 2014 - 29 لیندۍ 1393
د لوبې نور مطالب
د نیوزیلنډ بالرانو د سریلنکا د توپوهونکو ملا ماته کړه
- 5 ساعتونه مخکې
بشپړ متن ولولئ د نیوزیلنډ بالرانو د سریلنکا د توپوهونکو ملا ماته کړه
"استرالیا پر هند له رواني پلوه برلاسې ده"
- 25 دسمبر 2014 - 04 مرغومی 1393
بشپړ متن ولولئ "استرالیا پر هند له رواني پلوه برلاسې ده"
مایکل کلارک ښايي تر نړیوال جام لوبو ته چمتو شي
- 24 دسمبر 2014 - 03 مرغومی 1393
بشپړ متن ولولئ مایکل کلارک ښايي تر نړیوال جام لوبو ته چمتو شي
ډېر لوستل شوي
- 1 پي کی: د انسان مذهبي عقیدو ته تنقیدي نظر
- 2 ولسي جرګه: د کابینې په اړه له ولسمشر سره له نژدې خبرې کوو
- 3 شمالي کوریا: اوباما د ځنګلي بیزو په شان عمل کوي
- 4 د مرغومي ۶ پر افغانستان د شوروي یرغل ۳۵ کلیزه
- 5 پښتونخوا کالم - د پېښور پېښې زور له افغانانو وځي
- 6 د نیوزیلنډ بالرانو د سریلنکا د توپوهونکو ملا ماته کړه
- 7 ولې ملا عمر د امریکا هدف نه دی؟
- 8 پاکستان د لال جومات ملاامام عبدالعزيز د نیولو حکم کړی
- 9 "خیبر او اورکزۍ ایجنسیو کې ۱۶ سخت دریځي وژل شوي"
- 10 د تورې ټوخلې مخنیوی کېدای شي په واکسین هم ونه شي