Announcement

Collapse
No announcement yet.

د استرالیا د کرکټ لوبغاړی فیلیپ هیوز چې دو

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د استرالیا د کرکټ لوبغاړی فیلیپ هیوز چې دو

    د استرالیا د کرکټ لوبغاړی فیلیپ هیوز چې دوه ورځې مخکې د لوبې پر مهال د سر په شاتنۍ برخه کې په توپ لګېدلی و، نن په روغتون کې ساه ورکړه. د استرالیا کرکټ بورډ په یوه بیان کې وویل، په زیاتې خواشینۍ اعلانوي چې ۲۵ کلن فیلیپ هیوز له نړۍ سترګې پټې کړې.
    هیوز د سې شنبې په ورځ د سیډني د کرکټ په لوبغالي کې په یوه تیز توپ غوږ ته نژدې د سر په شاه لګیدلی و.
    نوموړی له ټپي کیدو وروسته په روغتون کې د کوما په حالت کې و.
    د فلیپ هیوز مړینې د کرکټ له توپ څخه، چې په ساعت کې ۹۰ میاله سرعت لري، د لوبغاړو د ساتنې په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.
    د استرالیا د کرکټ د ادارې مشر جېمز سوترلنډ نن /پنجشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل:«دا په رښتیا چې د اندېښنې وړ مسله ده. د کرکټ د لوبغاړو د خولیو کیفیت پر له پسې ښه کړای شوی او بیا پر غور شوی دی.»
    د خولۍ مخکینۍ برخه لوبغاړي له توپه ساتي خو فلیپ له توپه مخ اړولی و او ځکه د سر په شاتنۍ برخه ولکېد چې خولۍ یې نه پوښي.
    د کرکټ په تاریخ کې دا ډول پېښې ډېرې کمې شوي دي. تراوسه پوري سل تنه د سر په شاتنۍ برخه لکېدلي دي.
Working...
X