Announcement

Collapse
No announcement yet.

افغانستان د ویسټ اینډیزسره تاریخی لوبه وک

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • افغانستان د ویسټ اینډیزسره تاریخی لوبه وک

    دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې دخپل کرکټ په تاریخ کی دلومړي ځل لپاره د کرکټ نړیوالې شورا دبشپړعضویت لرونکې لوبډلې ویسټ انډیز سره تاریخی یو ورځنۍ لوبه وکړه خو دیوی په زړه پورې لوبې وروسته یی ماتې ونه منله .
    دافغانستان لپاره کپتان نوروزمنګل مخکښ بیټسمین ووچی د نوم لرونکو ویسټ انډیزي بالرانو خلاف یی په نره لوبه وکړه او دمیدان څلور اړخه ښکلې شارټونه ووهل .
    همدارنګه ځوان جاوید احمدي ته چی دبیګا شپې په سیالۍ کې یی د ویسټ انډیزتیزو او اوچت قدو بالرانو خلاف اوپنینګ کاوه یادګاري او نه هیریدونکي لوبه وکړه .
    په منځنې پوزیشن کی دناکامیدو وروسته دملي لوبډلې پخوانې تجربه کاره لوبغاړي اصغرستانکزي په وروستیو سیالیو کی اوپنینګ ته مخه کړې ده خو دویسټ انډیزې دبالینګ اټیک دځواب نه وو او یواځې په 5 منډو دکیمر روچ په بالینګ وسوځیده .
    خو ددوهمی ویکټ لپاره جاوید احمدي له کپتان نوروزمنګل سره په ګډه ښکلې لوبه وکړه او منډې یی 103 ته وروسولې ، چی جاوید احمدي په 50 منډو د ډوینډر بشو لخوا وسوځول شو .
    خو ددریمی ویکټ لپاره دکپتان نوروزمنګل په ریښتیني د کپتان لوبه کوله او دا ځل یی ددوبۍ په روان سفر کی په ټولو سیالیوکی ناکامه شوی ویکټ ساتوونکی بیټسمین شهزاد سره ښه ملګرتیا وکړه چی شهزاد هم په روان سفر کی خپلی زیاتی 37 منډې جوړې کړې خو د نوروزمنګل بیټینګ لاهم روان وو چی په د 3 منډو په توپیر سره یی تاریخی سلیزه پوره نکړای شوه او په 129 بالونو یی 97 منډې جوړې کړای شوې .
    که څه هم افغان لوبډلې په 208 منډو کی خپل 2 لوبغاړي له لاسه ورکړی ول خو پاتو 6 لوبغاړو یواځې 41 منډې زیاتې کړای شوې او افغان لوبډلې ویسټ انډیز ته دپیاوړي بالینګ سره سره د 250 منډو یه دفاع کوونکې هدف ورکړ.
    دافغانستان لپاره په بیټینګ کې کریم صادق چټکې 28 ، خو په نورو لوبغاړو کی بیا نبی عیسی خیل 0 ، سمیع الله شینواري 1 ، میرویس اشرف 6 او حمید حسن 4 منډې جوړې کړای شوې .
    دویسټ انډیزدبالینګ مخکښ بالر ال راونډر انډری رسل وو چی 5 افغانی لوبغاړي یی دخپل بالینګ ښکار کړل .
    دټاکل شوی هدف ترلاسه کولو په موخه دویسټ انډيز پیل ښه خو ډیر په ارام وو چی په 93 منډو کې یی خپل لومړی لوبغاړی له لاسه ورکړ ، تردې چی ویسټ انډیز په 233 منډو کی خپل 5 لوبغاړي له لاسه ورکړه خو بیا یادې لوبډلې دوروستي اور په پنځم بال ټاکل شوی هدف ترلاسه کړ او سیالۍ یی په 5 ویکټو له افغان لوبډلې وګټله .
    دافغانستان لپاره په بالینګ کې حمزه هوتک دوه ، خو نبی عیسی خیل ، میرویس اشرف او سمیع الله شینواري بیا یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه .

    که څه هم په روان سفر کی دافغان لوبډلې دماتې لړۍ لاهم روانه ده خو دکرکټ مینه وال دخپلې لوبډلې له وروستې لوبې ډیرخوښ دی ، دمینه والوپه وینا چی په وار وار سره دداسی لوبډلو سره په لوبې افغان لوبډله ددی وړتیا لري ترڅو دغسی لوبډلو ته ماتی ورکړي .
    که څه هم دپاکستان په سیالیوکې 5 لوبیدونکو لوبغاړو ملي لوبډلې لپاره دبیګا شپې په لوبه کی کومه ځانګړې لوبه ونکړای شوه خو ددوې په یوځای کیدو سره کپتان او نورو لوبغاړو ته دبریا باور او جذبه پیدا شوه چی دعربی اماراتو په وړاندې سیالۍ به لا په زړه پورې او ډیرې چیلینجي وي
    Last edited by Guest; 10-04-2011, 05:09 AM.
Working...
X