Announcement

Collapse
No announcement yet.

Girls learning cricket in Kanduz

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Girls learning cricket in Kanduz

    د افغانستان په شمالي ولايت کندوز کې چې په دې وروستيو کې ترې وخت ناوخت د نا امنيو رپوټونو هم زور موندلی، په لومړي ځل په کې د ښوونځيو شاوخوا ۵۰ نجونو ته د کریکټ روزنه ورکړل شوه.
    دکریکټ دغه دوه ورځنۍ روزنيز پروګرام د ۲۰۱۱ د (مۍ پر ۱۴-۱۵) ترسره شو، چې په کې نجونو ته د کریکټ اساسي زده کړې وښودل شوې.
    روزنه د دوو افغان ښځینه کریکټرانو لخه وا ورکړل شوه چې دا مهال په پاکستان کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي.
    د ال اس ټي lsto چارواکو د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې په دغه روزنيز پروګرام کې د کندوز ولايت د نجونو د يو شمېر ښوونځيو زده کوونکو برخه اخيستې وه.
    له روزنې وروسته کډونوالو ته د کریکټ جامي او یو شمېر وسایل هم ورکړل شول.
    ال اس ټي او lsto تر دې وړاندې تېره اوونۍ په کابل کې هم یو ورته روزنیز پروګرام ترسره کړ چې د ښوونځیو لسګونه نجونه ته یې د کریکټ اساسي زده کړې وښودل شوې.
    دغه سپورټي روزنیزه موسسه وايي په پام کې لري په راتلونکي کې د هېواد په یو شمېر نورو برخو کې هم نجونو ته د کریکټ روزنه ورکړي.
    Attached Files
    Intezar che pa salgo sho no ta raghley
    Che me jwand pa dobedo sho no ta raghley.....

  • #2
    Hay Nokia Mar sha..............
    .....


    Comment

    Working...
    X