دا ادیرې دا مقبرې
د پښتنو په خاوره د سؤونو کالو راسې ویجاړې ادیرې
دا مضمون ما د دستار مجلې د پاره زما مستقل کالم د خلیج غږ جولائ ۲۰۰۵ کښې لیکلې وو.
دا ادیرې دا مقبرې
کله چه بنده سترګی پټې کړی نو په زمکه د هغه وجودد خاورو په ډیری بدل شی.
په ژوند کښې د جائیدادونو مالک د مرګ نه پس په دوه ګزه زمکه کښې ځائ شی.
هم دغه د فنا او بقا عمل دے. چه د دنیا سره راغلے او تر اخره به دومدار وی.
جائین ګے جب دنیا سے تو کچه پاس نه هوګا
دو ګز کفن کا ټکړا تیرا لباس هوګا
د هر وطن د خلقو د ژوند ژواک دودونه دستورونه جدا جدا دی.
د هرې خطې ابادی خپل مړی د خپلو مذهبی رسومو او عقائیدو په رڼا کښی سنبهالوی.
ځینی خلق مړی سوزوی.ځینې خلق مړی ښخوی.
ځینې ئې په کمرو او غارونو یا بیابان کښې هم دغسې کیږدی.او د مارغانو،ځناورو او خشراتو د سخومې ذریعه وګرځی.
مسلمان خپل مړی په زمکه کښې ښخوی .
په مشترکه توګه د زمکې یوه ټکړه بیله کړی او په هغې کښې*خپل مړی د خپلو مذهبی رسمو او عقائیدو په طریقه ښخوی.
د ډیرو قبرونو دغه تکړې ته ادیره یا مقبره وئیلے شی.
پښتانه د خپلو مړو په حواله ډیر زیات حساسه دی.
د دنیا نور قومونه خپل مړی هم په هغه وطن کښې ښخوی په کوم وطن کښې ئې چه د ژوند ورځی شپې تیرې کړې او اخری سلګئ اخېستی وی .ولې پښتانۀ خپل مړی خپل د پلار نیکه وطن ته رسوی او هم هلته ئې تورو خاورو ته سپاری.
ځکه چه د پښتون وګړی د خپل وطن سره بے کچه مینه ده،لکه چه احمد شاه ابدالی وئیلی وو
د ډیلی تخت هیرومه چه را یاد کړم
زۀ د ښکلې پښتونخواه د غرو سرونه
زمونږ د عصر خبره ده. چه کله افغانان وروڼه د مهاجرت په پائی کښې بیرته خپل وطن ته تلل ،نو د ځان سره ئې د ناصر باغ کچه ګهړئ او نورو ډیرو ادیرو نه خپل شل کله پخواه ښخ شوی مړی راوباسل او د هغو باقیات ئې خپل وطن ته یوړل.
په خارجی هیوادونو بلخصوص په امریکه او اروپائی هیوادونو کښې میشته مسلمانانو ځان له خپلې خپلې خپلې ادیرې دی او په بیعه د قبر ځائ اخلی او خپل مړی پکښې دفن کوی- ولې پښتانۀ دهر ځائ نه خپل مړی خپل ټاټوبی ته رارسوی او په خپله خاوره کښې ئې ښخوی.
د پښتون وګړی د پاره دا خبره یو پیغور ګڼلے شی چه د هغه ورور عزیز مړے د په بل هیواد کښې ښخ شی.
د مړی په راوړلو کښې بلا ډیرې ستونزې او مشکلات وی.ډیر خرڅ په کیږی.ځکه نور قومونه اکثر خپل مړی نه راوړی .
خو پښتون وګړی داسې ضد لری چه تر څو پورې ئې خپل مړے یو ځل خپل کور ته نه وی راوړې .د هغه زړه او ذهن ته قلار نه راځی.
او هلته ئې ذهن او زړۀ ارام ومومی چه کله ئې په خپل لاس په خپله ادیره کښې ښخ کړې.
پخواه به د نړئ نورو قومونو هم د پښتون قوم په څیر د خپل وطن ،کلتور رسمونو رواجونو سره هم دغسې مینه او عقیدت لرلو خو اوس د مادیت زمانه ده او د خلقو رویې مزاجونه احساسات په نورو ترجیحاتو بدل شوی دی.
په عربو هیوادونو کښې د مړی ژوندی زیات مسؤلیت او کار د حکومتی چارواکو په ذمه وی.
هر کله چه په عربو کښې مړے وشی نو د ښار بلدیه او محکمه صحت د ملکی قانون تر مخه دغه ذمه واری په لاس کښې واخلی او د حکومت په خرڅ دا هر څه تر سره کوی.
پخواه به دلته هم د هر قوم قبیلې ځان ځان له ادیرې او مقبرې وے خو اوس د عربو په هیوادونو کښې دا ټول کارونه په اجتماعی توګه د یوې منصوبې لاندې کیږی.
په کلو او ښاریو کښې د زړو ادیرو نه دیوالونه راتاؤ کړی او په دغۀ ادیره کښې مړی ښخول بند کړی او بیا څو کاله وروستو دغه ادیره همواره کړی او پارک هسپتال یا سکول د رفاه عامه د پاره جوړ کړی.
نوې ادیره د ښاریې نه دیرش څلوښت کلو میټره لرې جوړه کړی شوې وی او د بلدیه د منصوبو لاندې د اول نه دلته په کافی تعداد کښې په قطار او په ترتیب قبرونه کنستل شوی وی. چه زمکه ضائع نه شی .
هر کله چه مړے وشی نو بیا ئې د مړی د کورنیو د غړو سره په مشوره په خپل تحویل کښې واخلی او د عزیزانو سره څنګ په څنګ تر اخری تدفین پورې دا ټول کارونه تر سره کوی.
مړے چه تر څو پورې ښخ شوې نه وی نو د هسپتال په مرده خانه کښې پروت وی او کورونو ته ئې نه راوړی.
د ټولو دا کوشش وی چه مړے زر تر زره ښخ شی او دغسې د دنیا په کارونو کښې یو ځل بیا شامل شی.او د شکر کلمه اوئی چه الحمدالله د الله مال وو او الله واخیستو.
خو د بده مرغه په پښتونخواه کښې د عربو په مقابله کښې دادیرو او مقبرو ډیر بد حال دے.
په سؤونو کالو راسې جوړی ادیرې او مقبرې هم په هغه ځائیونو پراتے دی.
په دغه ادیره کښې هیچا ته هم د مړود قبرونو شناخت نه وی خو بس په ادیره بلوڅیدل ورته عیب ښکاری.
دغه ادیرې به د لارې سړک او عین چه د ښار په مینځ کښی وی او ډیره په ارزښتناکه زمکه به بے ترتیبه او بے ځایه قبرونه جوړ شوی وی خو حکومت د داسې قسمه کارونو او منصوبو ذمه واری نه اخلی.
کله کله د مړی وارثان د مړی سره د مرګ نه وروستو د دعا او د عقیدت په توګه په خپله حجره یا جماعت یا کور سره نزدې پټی کښې ښخ کړی چه بیا وروستو په پښېمان وی.
په زړو ادیرو خلق خو نه بلوڅی ولې قبضه ګر دلته هم د خپل کومی د ډکولو په خاطر خپله کاروائی جاری ساتی.
په دغه ادیره د قبضه کولو او پکښې د ناجائزه ابادئ جوړولو کوششونه کوی.
په قبائیل سیمو کښې په ادیرو لوئ لوئی ځنګلونه او ونې بوټی ولاړ وی او هیڅوک هم ترې یو ډکے نه شکوی .ځکه چه د بابا نه په زړه کښې ډاریږی.
د خلقو په شعور کښې دا ویره پراته وی چه که دا شین لرګې د پریکړو نو کیدئ شی چه ولی بابا درته زیان درورسوی.
خلق د حقوق الله او حقوق العباد پروا نه لری خو د باباګانو په معامله کښې خپل ذهن بدلولو ته تیار نه وی
مونږ لیدلی دی چه په قبائیل سیمو کښې اوس هم په ادیرو او مقبرو لوئې لوئې ځنګلے د ښه علامت په توګه ولاړے وی چه د ادیرې د بزرګئ نښخه ګڼل کیږی .
که هر څو عقیدوی تصور ئې بد هم دے خو بیا هم د ځناورو،ماحول او اب هوا د پاره ښه کار دے.
په دغه ادیرو او زیارتونو کښې خلق د لرې لرېځنګلو نه راوړلی لرګی جمع کوی.
یوے ،سپاره جغ او بیلچې ،کودالے پکښې لکه بطور امنت پراته وی. او هیڅ بلوڅه په نه کوی.
په ښاریو کښې خو خلق اوس د جماعتونو نه هم پکی راکوزوی او په بازار کښی ئې خرڅوی.
او دغسې په مشترکه قومی زمکو چه د ادیرو د پاره مخصوصه شوې وی قبضې کوی او په خپل تصرف کښې ئې راولی.
حکومت ته پکار دی چه دا ټولې ادیرې او جماعتونه او عید مصلې په سرکاری تحویل کښې واخلی او.د ښاریو نه بهر دمنصوبې لاندې یو لویه ادیره جوړه کړی او خلق پابند کړې چه خپل مړی هلته ښخوی او دا ټولې زړې ادیرې څه موده بندې وساتی او بیا ئې د سکولونو پارکونو او هسپتالونو د پاره په کار راولی.
د دې سره به په ښاریو کښې کشادګی هم راشی.فضا به هم خوشګواره شی. او د خلقو د اسانئ د پاره به سرکاری پارکونه هسپتالونه او سکولونه هم جوړ شی.ځینی خلق به وائی چه ګنی په دې ادیرو او مقبرو کښې زمونږ د پلار نیکه هډوکی خوندی دی او یاتاریخی اهمیت لری نو بیا خو دا ټول کائینات زمکه ، اسمان،غرونه سیندونه او دا ټول وطنونه تاریخی هم دی او د اهمیت وړ هم دی .
ژوندې خلق به ورله ګوتې هم نه وړی؟.او نه به ئې پکار راولی.؟
د هر مسلمان بائید دا عقیده وی چه مړے یو ځل په زمکه کښې ښخ شی نو د هغه غوښې او هډوکی د خاورو سره خاورې شی او د جزا او سزا تعلق ئې د روح سره پاتې شی .او روح هسې هم په قبر کښې نه وی.
هسې هم دوئم او دریم نسل ته د خپلو پلارونو او نیکونو د قبرونو هیڅ څه کومه نښه نشانی یاده نه وی او که فرض که چرته د بادشاهانو او باباګانو قبرونه پاتی هم وی نو د هغوئ نسل به په دغه قبرونو څه کوی؟
پکار دا ده چه د ژوندی انسان د ژوند د اسانتیاؤ او انسانی خیر ښېګړې د پاره موجود هر یو شئ پکار راوستې شی.
دا بادشاهان په ژوند هم د لامحدوده جائیدادونو او زمکو او سرو سپینو مالکان وو او په مرګ هم په جریبونو مقبرو او مزارونو کښې پراته دی بل طرف خوار ژوندی انسانان ئې د مزارونو په درونو او دروازو کښې پراته دی . د سر د پټولو سیورې ئې نیشته.
د تاج محل په لیدو یو
یو شاعر څه ښکلې شعر وئیلے دے
ایک شاهنشاه نے اپنی دولت کا سهارا لے کر
هم غریبون کی محبت کا اړایا هے مزاق
مذهبی ټهیکدارنو په ژوند هم خوار اولس د استحصال په ژرنده دل کړې دے او د مرګ نه پس ئې هم په عقیدوی رسو داسې تړلې دے چه هم د دوئی په قبرونو او مزارونو کښې د حال او مسقبل فالونه لټوی.
دا ټولې تیارې به د علم په مشالونو رڼا کیږی
فیروز افریدی
جولائ ۲۰۰۵