ایران څه اخلي ؟ ښاغلی کرزی څه خرڅوي ؟
تر هر څه د مخه باېد ېادونه وکړم، چې تقریبا ېو کال او څو مېاشتې مخکې زما ېو مضمون ( کرزی او ټیم یې د ایران لخوا تمویلیږي ) سرلیک لاندې، په( ټول افغان) کې خپور شوی و. پدغه مضمون کې ما د پارلمان دځینو غړو ،او دهغه وخت د ملي امنېت د رییس له خولې لیکلي وو چې ښاغلي کرزی په پرله پسې توګه له ایران څخه پېسۍ تر لاسه کوي ، او دا مې هم لیکلي وو، چې د همدغو پېسو ورکړې – د کرزي لاسونه تړلي او په افغانستان کې یې د ایران، دبریالی کلتوري،سیاسي او مذهبي یرمختګ لپاره ټول لازم شراېط برابرکړي دي. په هغه وخت کې ځینو دوستانو او وروڼو زما دغې لیکنې ته د شک په سترګه کتل . خو دا دې د ښاغلي کرزي پخپله خوله اقرار ، نه ېواځې د هغې وېنا رښتینوالی ثابت کړ ،بلکې په ډېره خواشینۍ سره ېې زموږ هېواد کې ، د ېو واقعي او خپلو ملي ګټو ته وفادار نظام د شتون باور او هیله – له خاورو سره خاورې کړه .
ایران په ورکړو پېسو څه اخلي ، ښاغلی کرزی څه خرڅوي ؟
نننۍ نړۍ ،بازارۍ او د پېرودلو او پلورلو نړۍ ده ـ دلته که څوک پېسۍ ورکوي، نو خامخا به ېو څه تر لاسه کول غواړي ،او که څوک پېسۍ اخلي نو هغه به حتما د ېو څه ورکولو ته غاړه ږدي . دا چې کرزی اقرار کوي چې له ایرانه پېسې اخلی – او دا اقرار نه کوي چې دی په مقابل کې څه خرڅوي ، دا د هغه خپله ستونزه ده ، خو شواهد او پېښې لا پخوا د دې څرګندونه کوي چې په ورکړو پېسو، څه خرڅ شول او وړاندې به لا نور څه خرڅېږي . ېوه په زړه پورې پوښتنه دلته پېدا کېږي چې ښاغلی کرزی څنګه له ایرانه پېسې اخلي ،پداسې حال کې چې د امریکاېانو په مټ او مرستو د واک په ګدۍ ناست دی ؟ که ایران د امریکا دشمن وي، نو اېا د دومره ډېرو لګښتونو کونکې امریکا به اجازه ورکړي ، چې کرزی - د دوي د شمن ، ایران سره دومره نږدې اړیکې ولري او دهغوی څخه مرسته او پېسې تر لاسه کړي ؟ اېا کرزی دومره هوښېار سېاستمدار دی چې د دوه سرسختو دشمنانو سره یې دومره نږدې اړیکې ټینګې کړي او له دواړو پېسې تر لاسه کوي ؟او اېا دغه پېسې د افغانستان او او افغانانو د خېر لپاره کارول کېږي ؟
د دغې مسلې د څېړلو لپاره ېوه شېبه له اصلې موضوع لیرې کیږو – خو زما په اند دا خبره هم زموږ د اصلي موضوع سره ډېر نږدېوالی لري .
که موږ په عراق او افغانستان کې د شیعه ګانو( او په افغانستان کې سربېره پر شیعه ای ډلو د فارسي ژبې دخپرولو ) پرله پسې پرمختګونو ، په دواړو هېوادونو کې د امریکاېانو ځاني او مالي لګښتونو ، او دایران له خوا د تمویلیدونکو ډلو ټپلو بې تکلیفه واک ته رسیدلو ته ځیر شو نو دا خبره ډیره مسخره ښکاري که څوک ووایی چې، ایران او امریکا د یو بل دشمنان دي . په دغو دواړو هېوادونو کې ایران او امریکا په ډېر منظم او وروړولیزه توګه جنګېږي ، امریکا په پوځي ، اقتصادي او ستراتیژیکو برخو کې ،او ایران په مذهبي ، سیاسي او کلتوري ډګرونو کې .
دا چې ښاغلی کرزی اقرار کوي، چې له ایرانه پېسې اخلي او دا هم وایی چې امریکاېان له دې جرېانه خبر دي – دې سره ېواځې او ېواځې ،دغه خبره نوره هم بربنډېږي چې د افغانستان په برخه کې امریکاېان او ایرانېان، خامخا تر پردې شاته کومه پټه قرار داد شکله معامله لري. د دې معاملې له مخې امریکا ځان ته حق ورکوي چې د خپلو ګټو لپاره په پوځي برخه کې هر څه چې غواړي همغسې وکړي ، او په سیاسي ، مذهبي او کلتوری برخه کې یې ټول حقوق ایران ته ورکړي دي . د خپلو نظامي او ستراتیژیکو هدفونو تر لاسه کولو لپاره، امریکا د کابل اوسني رژیم سره هر ډول مرستې کوی . د ښاغلي کرزي له خوا د (داودزي) په لاس د ایرانه د میلیونونو (ېورو) اخیستل – هغه پېسې دي چې د ایران پلوه پرمختګونو په وړاندې، د خنډ نه اچولو په بدل کې ورته ورکول کېږي . داسې ښکاري چې ښاغلی کرزی ،د امریکا او ایران له دغه قرارداده، نه ېواځې ښه خبر دی ، بلکې د دغې شوې معاملې درېم تړون کونکی دې ، او پدې محاسبه نو د حېرانتېا خبره نده ،چې هغه په ډېر جرِات د دغه قرارداد د ېو لوري په توګه ،له داوړو خواو څخه کافي ګټه تر لاسه کوي – بې لدې چې متوجې شي ، ېا یې پروا ولري چې خپل دغه کار سره ،د ېو ملت د پېړېو وېاړونه او مانوي شتمني خرڅوي .
راځې چې د ښاغلي کرزي د ( ولسمشرۍ !) به دوره کې د ملي هوېت ، ملي وحدت او اساسي قانون سره په ټکر کې ېواځې څو، پردي پاله اعمالو ته لږ ځیر شو :
په هېواد کې د ملي وحدت د ساتلو د شعار او اړتېا پر خلاف ، د شېعه ګانو( وحدت او حرکت ګوندونو ) ته بې شمېره مادي او معنوي امتېازاتو ورکول .
د ایران په فرمایش، د هیواد د اکثرېت او نورو اقلېتونو ، په کلتور او ژبه سترګو پټولو ، د اساسي قانون څخه په سرغړولو ، افغانستان ېو ( فارسي ژبی ) هېواد معرفي کول .
په هېواد کې د ایرانۍ ترمینالوژۍ د خپرولو په وړاندې نه ېواځې نه خنډ کېدل ، بلکې هغې لپاره د لارې هوارول.
د ایران له لوري تمویلیدونکو، په سلهاوو ډول ډول رسنېو ته اجازه ورکول ، چې د افغانستان پر ضد او د ایران په ګټه خپرونې وکړي .
هغو رسنېو ته دسیسي جوړول ، کومې چې د ایران په لاسوهنو نیوکې کوي .
په پرله پسې توګه ،واک ته د ایراني مذهب او کلتور رواجوانکو اشخاصو راوستل او مقابل کې د ملي فکرونو والا اشخاصو ویستل .
د ایران په پېسو ،د ځینو ایران پلوه اشخاصو او ډلو لخوا د هېواد مهمو ستراتیژیکو برخو کې، د ځمکو رانیولو او په مصنوعي توګه، د پراخه شیعه میشتو سیمو رامېنځ ته کولو په وړاندې خاموشي ، کوم چې به په راتلونکې کې د نورو سترو غمیزو سبب شي ، او زموږ راتلونکو نسلونو ته به هم ،د نفاق او دشمنۍ د اوږدې مودې میراث پرېږدي .
دې خبرې ته په پام سره چې زموږ هېواد، هغه کې د اوسېدونکو ټولو قومونو ګډ کور دی، د ټولو باېد احترام وشي او هغوي ته لازم حقوق ورکول شي، د هغوي د ژبو او کلتورونو لپاره متناسب کار او هڅې وشي – برعکس د ښاغلي کرزي پردي پاله امتېازونه ورکول به نه بخښونکي نتاېج ولري :
زموږ په اکثرېت سنی مذهبه هېواد کې د شیعه ګانو قدرتمند کول ، چې په نتېجه کې یې زموږ هېوادوال ېو ځل بېا د ېو مذهبي جګړې د ګواښ سره مخامخ کېدای شي .
د ژبنیز انډول او عدالت د ساتلو پر ځای، د ایران د خوشالولو لپاره د هېواد د لوي اکثرېت پر ژبه ، سترګو پټولو سره – ېواځې ېوې ژبې ،ته ټوله پاملرنه او امتېازونه ورکول به زموږ هېواد کې، د باور او اعتماد فضا ( چې لا له مخکې کمزورې ده ) نوره هم خړه پړه او بدبینۍ او دشمنۍ ( نفاق ) ته به لا نوره وده ورکړي .
د هېواد د ټولو مېشتو قومونو کلتورونو ته، د ودې پر ځای د ایراني کلتور رواجول به ټول نور قومونه د دغه حکومت څخه د بېلتون پر لور بوځي ، نه ېواځې دا چې خلک به له حکومته واټن واخلي ، بلکې پخپله د قومونو تر مېنځ به هم د نفاق لپاره ېوه بله دوامداره سرچینه وي .
باېله :
ېا خو به ښاغلی کرزی دومره پوخ سیاستمدار وي ،چې د نوموړي په دغو سیاسي- شطرنجي لوبو باندې زموږ ( غریبانو ) سر نه خلاصېږي ، او ګواکې د هغه دغه ډول نه منونکې کړنې به په نهاېت کې د افغانستان او افغانانو په ګټه وي! (والله علم )، او ېا خو کرزی داسې شخصېت دی چې حاظر دی زموږ د هیواد ملي ګټې ، دین او مذهب ،هوېت ، تاریخ.... به څو بنډله ېا څو بکسه ( ېورو ) د بوسو په تول لیلام کړي .اوسنۍ پېښې ،حالات ، اسناد او شواهد خو ښکاره کوي چې د کرزي سېاست په افغانستان کې د اکثرېت سني مذهبو ، افغاني هوېت، ملي وحدت ،او به ځانګړې توګه د پښتنو او پښتو ژبې په خلاف په چټکتېا روان دی .
اېا د دې وخت نه دی رارسېدلی چې د دغه مشرتابه په باب ېو ځل بېا غور وکړو ، د واقعېتونو په رڼا کې قضاوت وکړو او د حالاتو سره سم غبرګون ښکاره کړو ؟

Comment