Announcement
Collapse
No announcement yet.
desi at it again
Collapse
X
-
desi at it again
ای وخته بېرته راشه يو افغان وزېږوه
نو بيا يو احمد خان يا ميروس خان وزېږوه
چې ننګ په وطن وکړئ داسي ځوان وزېږوه
نويا خو خوشحال خان يا بادشا خان وزېږوه
سپن اوشن بيرغ د ازادۍ کړي زمونږ پورته
بيا داسې يو بادشا لکه امان وزيږوه
چې جوړه کړي انګريز ته بيا غزا د ارنوۍ
يو داسې لوی غازي ميرزمان خان وزيږوه
سرو مال قربان کړي له وطن او له ناموسه
په مينه د وطن کي افغانان وزيږوه
ټپې د ازادۍ کړه بورا ته په خيالونو
اوس راشه په شعرنو کي طوفان وزيږو
Tags: None

Comment