Announcement

Collapse
No announcement yet.

ښه شپه ولرﺉ درنو ملګرو

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ښه شپه ولرﺉ درنو ملګرو

    درنو ملګرو او دوستانو د پښتون فورم لیکوالانو او لوستونکو
    دلته په پیښور کې نوره شپه پخه ده او د خوب وخت دی، تاسو سره بنډار ډیر خوند وکړو، ښه شپه ولرﺉ ، ژوندی او ښاد اوسی که ژوند وو بیا به سره ګورو انشاء الله نن خو زما لومړی ورځ وه چې کله بلد شوم نو بیا به مې په ډیرو لیکنو او ځوابونو ستړي شی هاهاهاها
    شپه مو په خیر تر بیا لیدو مو لوي رب مل او مرستندوي
    په څښتن تعالی مو سپارم

    ستاسی خواخوږی پښتون یار
    [RIGHT][SIZE=4]********************[/SIZE][SIZE=5]
    [COLOR=Red]په ښه خوي له بدخواهانو بې پروا یم[/COLOR][COLOR=Red]
    په نرمۍ لکه اوبه د اور ســـــــزا یم
    ـــــ
    ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه
    زه پدې افتادګۍ کې لـــــــــــوي ګړنګ یــم
    ـــــ
    لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم
    که خزان راباندې راشي که بهار[/COLOR]
    [/SIZE][/RIGHT]

  • #2
    پښتون یاره۰هیله کووم چې په فورم باندي ستاسو لومړي ورځ به ښه تیره شوي وي۰

    تاسو ته هم د ښه شپه دعا غواړو۰ په ارام خپل خوبونه وکړئ ۰ سبا به خبرې اترې کیږي که خیر وي ۰

    یوه پښتنه لرم - تاسو هغه پښتون یار یئ کم چې د پښتون یار په نوم باندي خپل یُو ټيوب چانل لري؟

    Comment

    • #3
      Originally posted by tor_khan View Post
      پښتون یاره۰هیله کووم چې په فورم باندي ستاسو لومړي ورځ به ښه تیره شوي وي۰

      تاسو ته هم د ښه شپه دعا غواړو۰ په ارام خپل خوبونه وکړئ ۰ سبا به خبرې اترې کیږي که خیر وي ۰

      یوه پښتنه لرم - تاسو هغه پښتون یار یئ کم چې د پښتون یار په نوم باندي خپل یُو ټيوب چانل لري؟

      هو ورور جانه ډیره مهرباني، فورم خو مې خپل کور او خپله حجره ده، او د فورم ګډونوال مې ورونه او خویندې دي، خداي دې وکړي چې زمونږ ترمینځ مینه لا زیاته شي، اود ورورۍ او خوشحالۍ په فضا کې سره خپلو بحثونو ته دوام ورکړو
      شکر دی شپه په خیر تېره شوه، د جمعې مبارکه او بختوره شپه وه، اوس هم د جمعې له مانځه څخه فارغ شو او خپلو کورونو ته راستانه شو او د راستنیدو سره سم مې دا دی ستاسو احوال هم واخیست چې په حجره کې څه حال دی۰
      او رښتیا ستا د پوښتنې په اړه باید ووایم چې : نه زه هغه پښتون یار نه یم، زه یوازې په دې فورم کې د پښتون یار په نوم اکاونټ لرم، په بل هیڅ ځاي کې مې دغه نوم نه دی کارولی۰

      مننه او درنښت

      Working...
      X