خاص افغان پښتنو
لر پښتون یوازی آزاد اسلامی جمهوریه پښتونستان غواری نه لوی افغانستان
په دی څو ورځی چی افغان پښتنو سره په بحث لګیا یو هر وخت مونږ پيغور کوی چی مونږ په تاریخ نه پوهیږو او مونږ لوی افغانستان ته ژمن نه یو دلته یو څو تاریخی پیښی ذکر کوم او تاسو په دلیل پوه شی چی ولی مونږ لوی افغانستان ته ژمن نه یو او یوازی پښتونستان ته زیار کوو او غوارو تول پښتنو د افغانستان پښتنو هم په دی پښتونستان شامل شی
۱-کله چی سکه دولت په پيښور باندی برید وکړ سردار عظیم خان قندهاری چی د افغانان د ظاهر شاه بابا لوی نیکه و پيښور په سکهه خرڅ کر او وتیښدل
۲ –کله چی د پښتنو خوځښت د پیښور آزادی لپاره شروع بیا ددی ورور سردار دوست محمد خان په کابل ځان امیر المومنین کر او پښور ته راغی بیا خلک خرڅ کرل او وتیښدل او خوځښت ناکام کر
۳- د کال ۱۸۴۹ د سکهه دولت له مینځه لار امیر دوست محمد تر اتک پوری راغی او تول لر پشتانه په حمایت مسلح شو هغه د انګریز له دار او خپل حکومت ساتلو لپاره میدان پریښود او کابل ته لار او تول سیمه انګریزان ونیول
۴- بیا امیر دوست محمد د جمرود معاهده سره سم تول بلوچستان ،سند ، پیښور ،کوهات او کشمیر انګریز ته وبښل
۴- د امیر دوست محمد زوی امیر شیرعلی کویته پښین سیبی انګریز ته وبښل
۵- د امیر شیر علی زوی امیر یعقوب کرم باجور ژوب دیره جات انګریز ته وپښل ( د ګندمګ معاهده )
۶- امیر عبدالرحمن خان د خبل دولت ساتل لپاره دیورند معاهده وکر او پشتنو نیمایی له افغانتسان نه جلا کر
۷-کله چی بر پښتنو د انګریز په ضد پاڅون وکر امیر امر کر هر څوک چی انګریز سره جنک وکری کافر کیړی
۸-د امیر عبدالرحمن زوی امیر حبیب الله د خال معاهده انګریز سره وکړ دیورند کرښه ومنله او لر پشتنو سره به هیڅ مرسته ونکری
9- د افغان انګریز دریمه جګره کی تول لر پښتانه د افغانستان ملاتر وکر او پاڅون وکر خو کله د افغانستان مرام حاصل شو نو لر پښتنو یوازی پريښودل شو او انګریز خلک په وزیرستان کی قتل عام کر او افغان دولت هغه وخت دیورند ومنله او پښتنو امداد ونکر او بښتنو یوازی د انګریز د اور لاندی و
6- نادر خان په دی شرط چی سرحد خلک سره مرسته نکوی د انګریز په مرسته پادشاه شو کله چی د سور کمیسان پاڅون شو او هغوی له کابل نه مرسته وغوښتل افغان دولت دیورند کرښه نریوال کرښه وبلله او مداخله ونکر
7-کله جی هندوستان آزاد شو افغان دولت سره کافی پوخ و جی په څو ورخی تول سیمه نیول خو دوی هیڅ ونکر او په سلګونه آژادی غوښتونکی په جیلو کی ومر
8-کله چی انګریز لار او پاکستان جور شو هغه وخت هم باکستان ضعیف و خو افغانستان هیڅ نکر
9- خو کله په افغانستان کی داود خان وزیر اعظم او دیکتاتور و او غوښتل د خلک پام غلط کری د پښتونستان مسله جور کړ او پدی لر کی هیڅ کوم ګتور کار چی مونږ ته ګته وکری ونکر او یوازی پاکستانیان ته له رادیو له لاری کنځل کول
نو دا زمونږ د زره درد چی هر دور کی هر افغان مونږ انګریز سکهه او پاکستان باندی پلورلی دی نو تاسو څنګه ناری وهی چی مونږ بیرته کابل سره یو ځای شو که چیری مونږ د تاسو په ګته پاڅون وکړو نو څه ګرنتی شته چه تاسو بیا میدان نه پریږدی او پخوا غوندی نه تښتی نو مونږ یواځی پښتونستان جورو که چیری د پښتون اتحاد ته لیوال یاست نو راخی د مونږ پښتونستان سره یو ځای شی مونږ نه غوارو چی د نور قومونه په هدوکو خپل هیواد جور کړو هغه کار چی طالبان کول



Comment