د برهان الدین رباني لور فاطمه رباني د فېشن نندارې ته ووتله
فاطمه رباني
تاند – د افغانستان د وژل شوي زورواکي برهان الدین رباني لور فاطمه رباني د فېشني کالیو او د ښکلا د توکو نندارې ته ووتله.*
د هارپر بازار په نامه د فېشن د امریکایي مجلې اړوند هارپر بازارعربیه انټرنېټي خپرونې د روان /۲۰۱۶/ کال د ډسمبر په ۶مه د انا براډي یوه لیکنه خپره کړې چې په کې د فاطمې رباني او د هغې د سهیلیوپه فېشني لباسونو ملبس عکسونه خپاره شوي دي.*
دغه لیکنه د ډسمبر د ۸ – ۱۰مې پر وخت په دوبۍ کې د افغاني کالیو او ښکلاییزو توکو د نندارې په هکله معلومات وړاندې کوي.*
فاطمه رباني په زینه د راښکته کېدلو پر وخت
په لیکنه کې راغلي چې فاطمه رباني په ماشومتوب کې د جګړو له امله له خپل هېواد څخه ووتله، پاکستان ته لاړه او بیا له هغه ځای څخه لندن او وروسته دوبۍ ته لاړه.* هارپر بازار عربیه لیکي چې فاطمه له خپل هېواد سره ډېره مینه او علاقه لري.
فاطمې رباني هارپر بازار مجلې ته ویلي چې د هغې پلار له وطن سره مینه لرله،* نه یې غوښتل چې له افغانستان څخه وځي، راکټونه به راتلل او هغوی به ترې په تلخونه کې پټېدل.*
مجله د فاطمې له قوله لیکی چې اوس هغه له خپلې ملګرې ایمان سریا ناظمي سره په ګډه په دوبۍ کې د لاجوردو او زمردو د صیقل کولو کار کوي چې د نړیوالو مشتریانو لپاره لا ډېر جذاب وګرځي. ویل کیږي چې د پخوانۍ شمال ټلوالې یو شمېر جیګپوړي پاتې شوني په افغانستان کې د قېمتي کاڼو په ناقانونه را اېستنه او قاچاق کې لاس لري.*
فاطمه رباني له نورو فېشنیانو سره
د افغانستان د وروستیو پنځو لسیزو سیاسي جریانات ښیي چې د فاطمې پلار برهان الدین رباني له ګلبدین حکمیتار او یو شمېر نورو سره یو ځای په ۱۹۷۰مو کلونو کې په افغانستان کې د سردارمحمد داودخان د جمهوري نظام پر وخت چې په لږ وخت کې یې د افغانستان لپاره ډېر پرمختیایي کارونه کړي ول راپورته شول، وروسته د پاکستان د نظامي استخباراتو ادارې (آی اېس آی)* کش کړل او په پېښور کې یې روزنه ورکړه چې دوی هم په پوره اخلاص د سردار داودخان او له هغه راوروسته په افغانستان کې د شوروي پلوه واکمنیو پر ضد وجنګېدل.*
ویل کیږي چې برهان الدین رباني په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ تر ختمېدلو وروسته په ۱۹۹۲ کال کې د پاکستان تر امر لاندې جهادي ګروپونو له خوا د هغه هېواد د استخباراتي ادارو تر څارنې لاندې د پېښور په ګورنر هاوس کې د ۴ میاشتو لپاره د افغانستان جمهور رییس وټاکل شو چې د صبغت الله مجددي له دوه میاشتنۍ تمثیلي واکمنۍ څخه وروسته د موقت حکومت مشري وکړي او انتخاباتو ته لاره جوړه کړي،* خو د ۴ میاشتو په پوره کېدلو سره هغه قدرت پرېنښود او په ۱۹۹۶ کال طالبانو له کابل نه پسې واخیست او بدخشان ته وتښتېد.* نوموړی د ۲۰۰۹ کال د سپتمبر په ۲۰مه په کابل کې د یوه ځانمرګي برید په نتیجه کې ووژل شو.*
اړوند مطالب
فاطمه رباني تاند – د افغانستان د وژل شوي زورواکي برهان الدین رباني لور فاطمه رباني د فېشني کالیو او د ښکلا د توکو نندارې ته ووتله.*
د هارپر بازار په نامه د فېشن د امریکایي مجلې اړوند هارپر بازارعربیه انټرنېټي خپرونې د روان /۲۰۱۶/ کال د ډسمبر په ۶مه د انا براډي یوه لیکنه خپره کړې چې په کې د فاطمې رباني او د هغې د سهیلیوپه فېشني لباسونو ملبس عکسونه خپاره شوي دي.*
دغه لیکنه د ډسمبر د ۸ – ۱۰مې پر وخت په دوبۍ کې د افغاني کالیو او ښکلاییزو توکو د نندارې په هکله معلومات وړاندې کوي.*
فاطمه رباني په زینه د راښکته کېدلو پر وختپه لیکنه کې راغلي چې فاطمه رباني په ماشومتوب کې د جګړو له امله له خپل هېواد څخه ووتله، پاکستان ته لاړه او بیا له هغه ځای څخه لندن او وروسته دوبۍ ته لاړه.* هارپر بازار عربیه لیکي چې فاطمه له خپل هېواد سره ډېره مینه او علاقه لري.
فاطمې رباني هارپر بازار مجلې ته ویلي چې د هغې پلار له وطن سره مینه لرله،* نه یې غوښتل چې له افغانستان څخه وځي، راکټونه به راتلل او هغوی به ترې په تلخونه کې پټېدل.*
مجله د فاطمې له قوله لیکی چې اوس هغه له خپلې ملګرې ایمان سریا ناظمي سره په ګډه په دوبۍ کې د لاجوردو او زمردو د صیقل کولو کار کوي چې د نړیوالو مشتریانو لپاره لا ډېر جذاب وګرځي. ویل کیږي چې د پخوانۍ شمال ټلوالې یو شمېر جیګپوړي پاتې شوني په افغانستان کې د قېمتي کاڼو په ناقانونه را اېستنه او قاچاق کې لاس لري.*
فاطمه رباني له نورو فېشنیانو سرهد افغانستان د وروستیو پنځو لسیزو سیاسي جریانات ښیي چې د فاطمې پلار برهان الدین رباني له ګلبدین حکمیتار او یو شمېر نورو سره یو ځای په ۱۹۷۰مو کلونو کې په افغانستان کې د سردارمحمد داودخان د جمهوري نظام پر وخت چې په لږ وخت کې یې د افغانستان لپاره ډېر پرمختیایي کارونه کړي ول راپورته شول، وروسته د پاکستان د نظامي استخباراتو ادارې (آی اېس آی)* کش کړل او په پېښور کې یې روزنه ورکړه چې دوی هم په پوره اخلاص د سردار داودخان او له هغه راوروسته په افغانستان کې د شوروي پلوه واکمنیو پر ضد وجنګېدل.*