د پښتو موسیقۍ، پښتو فلمونو، راډيو او تلوېزیون نومیالۍ سندرغاړې معشوق سلطان تر اوږدې ناروغۍ وروسته ساه ور کړې. د اغلې سلطان کشر زوی زوار حسین له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، ؛سندرغاړې معشوق سلطان نن دوشنبه سهار وختي مهال په حق ورسېده؛.
د زوار په خبره، د معشوق سلطان د جنازې مراسم به هم نن دوشنبه ماسپښين مهال د پېښور په چوغل پوره کې ترسره کېږي او هملته به خاورو ته وسپارل شي.
۶۵کلنه سندرغاړې معشوق سلطان د سوات د مټې اوسېدونکې وه او په خپله کورنۍ کې لومړنۍ سندرغاړې وه.
اغلې سلطان پر پښتو سربېره په اردو کې هم سندرې ویلې دي.
* وتلی افغان سندرغاړی رحیم غمزده ومړ
* نوموتی ولسي سندرغاړی خیر محمد خندان ومړ
په پېښور کې د راديو پاکستان مشر، شاعر او لیکوال لایق زاده لایق د نوموړې پر مړینه له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، ؛دوی پښتانه هغه قام دی، چې مړي لمانځي او پر ژوند د خپلو هنرمندانو هیڅ قدر نه کوي؛.
ښاغلي لایق د سندرغاړې معشوق سلطان مړینه د پښتو موسیقۍ لپاره ستره ضایع وګڼله او زیاتوي، تشه به يې کله هم ډکه نه شي.

سندرغاړې معشوق سلطان له دې نړۍ سترګې پټې کړې - BBC Pashto