Announcement

Collapse
No announcement yet.

په زړه پورې خبرونه » نندارتون

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • په زړه پورې خبرونه » نندارتون

    په زړه پورې خبرونه » نندارتون د افغانانو د ژوند د انځورونو د عکسونو نندارتون
    Saturday, 04.24.2010, 11:13am (GMT)

    افغانان ۱۳۰ کاله پخوا
    په دې نندارتون كې شاوخوا يو سل او پنځوس داسې انځورونه نندارې ته وړاندې شوي، چې په كې د افغانانو د كابو يوې پيړۍ د ژوند حالات ښودل شوي.
    دا نندارتون د اغاخان د ټولنې په همكارۍ د شنبې په ورځ د كابل په بابر بڼ كې پرانیستل شوې، چې د يوې مياشتې لپاره به دوام وكړي.
    په دې انځورونو كې د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو انځورونه موجود دي د بيلګې په توګه د كابل بالاحصار دې، د غزني بالاحصار دې د جلال اباد، كندهار او د نورو سيمو كې د تاريخي اثارو انځورونه موجود دي."
    دا نندارتون په كابل په جنوب لويديځ كې په بابر بڼ كې پرانيستل شوې، چې په خپله يوه تاريخي سيمه ده او له بل لوري د ځاى د پراخوالي له كبله زيات خلك كولې شي ورشي او خپله ماضي، چې د يو انځوريز تاريخ په بڼه نندارې ته وړاندې شوې وګوري.
    د دې نندارتون څخه ليدنه وړيا ده او خلك اړ نه دي، چې د هغې لپاره ټكټ واخلي
    له يوې مياشتې وروسته ددې نندارتون ټول انځورونه د بريتانيى د دولت د يوې ډالۍ په توګه افغانستان ته وركړاى شي
    د دې نندارتون له پاى ته رسېدو وروسته دا انځورونه به افغان دولت او د افغانستان ملي ارشيف ته د بريتانيى د دولت د يوې ډالۍ په توګه وركړاى شي
    په دې نندارتون كې تر ډيره د درېو اروپايي او په ځانګړې ډول بريتانوي عكاس جيمز رټري د سترګو ليدلې حال د انځورونو په بڼه ښودل شوي، چې په بېلابېلو وختونو كې يې افغانستان ته سفرونه كړي وو.
    د دې نندارتون د جوړوونكو په وينا دا انځورونه د افغانستان د تاريخ هغه مهمه برخه وه، چې يو ځلې بيا دغه هېواد د نړۍ د سترو ځواكونو د توجه په مركز بدل شوې وو او اړيكې يى خورا مهمې بلل كيدلې.
    افغانستان د كابو يوې پيړۍ اصلي انځورونه په لندن كې د بريتانيى په عامه كتاب تون كې ساتل كيږي
    د افغانانو ژوند افغان امیران افغان غازیان
    کابل ښار د کابل بالاحصار چای لا هم د افغانانو اصلي څښاک دی د افغانستان د كابو يوې پيړۍ اصلي انځورونه او عکسونه په لندن كې د بريتانیا په عامه كتابتون كې ساتل كيږي او اوس د هغې له مخې اخيستل شوي انځورونه په كابل كې نندارې ته وړاندې شوي دي.


    دامطلب ځنګه دی؟ (رایه: 10 . متوسط: 5/5) تبصرې (0) ملګري ته ووایاست

  • #2
    WOW.....Awesome pictures :-)

    Comment

    Working...
    X