Announcement

Collapse
No announcement yet.

Visitor Messages

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ((sta pa Da Lekunu Nayam Poye poye ma ka khu bya ba zma hem yu Tapos wi))

    مننه ستاسو له پوښتنې څخه ، ګوره مونږ او تاسې دغه پښتو (ی) لرو، نو دغه بل پروت شکل(ے) يې ولې او د څه له پاره له اوردو څخه خپلې ژبې ته راداخل کړو، هو سمه ده چې
    لر پښتانه له اردو سره سرو کار ډير لري او پرته بڼه يې په اوردو کې هره شېبه کاروي، خو پښتو ته يې ولې راانتقالوي، د پښتو ليکبڼې د سوچه ساتلو له پاره بايد تل (ی) وليکو او بس
    بله خبره داده چې ځانونه بايد د پښتو تورو (حرفونو) دليکلو او لوستلو سره ژر تر ژره اموخته کړو، چې پښتو پۀ پښتو حرفونو وليکو، که نه د پښتو ټولې خوارۍ او کوښښونه مو په اوبو
    لاهو دي او هېڅ پرمختګ پښتو ته نشو ورکولی . لږ تر لږه هر سوادلرونکی پښتون بايد ځان مجبور کړي چې پښتو ليک زده کړي او که نه دا به ستره بېغيرتي وي چې مونږد خپلې ژبې
    ليکدود له لاسه ورکوو او انګليسي حرفونو ته رجوع او رکوع کوو . په دې اړه که څه نظر لرې د نوې سکالو (ټوپيک) په توګه يې وليکه ! والسلام
Working...
X