Announcement

Collapse
No announcement yet.

هغوی او د هغوی کارنامي به څوک وليکي؟

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • هغوی او د هغوی کارنامي به څوک وليکي؟

    هغوی او د هغوی کارنامي به څوک وليکي؟
    پښتانه:موږ ته خو له پيړيو راپيښه ده، ځکه د اتلانو یادونه،د خپلواکی په لاره کي سرښندنی ، د غازیانو کارنامي تر يو بریده په تاريخونو کي لیکلی پاتي شول. خو دجهاد نوم باید و انخلو!؟ جهادیانو جهاد وکړ!؟؟، نو ځکه يي پدي وروستیو کي ورباندی سودا ګري شروع کړه.
    پاړسيوان:دي نويو خلکو ته د تاریخي کړنو نه وایو، پیړی بدله، نشي کيدای، مرسته کونکی دي، سوداګري کوي،د افغانستان د ازادی دپاره راغلي.
    نړی: دا سيمه ده، محلي وګړو تر قبضي لاندي کړي ده، محلي وګړي ترهګر دی، دلته خو هيڅ حکومت نه وو، ځکه د کانګرس په کتابتون کي مو څيړلي دي.
    موږ نور څه هم وړاندي کوو، ترهګري نه پريږدو ځکه ترهګري د پښتنو په کليو او بانډو کي پټ شوي، په هلمند،کندهار په کنړ او وزيرستان کي پټ شوي، تر هګري( تروریستان) خپلواکی نه پيژني ځکه موږ امريکايي او اروپایی ازادي پوهان وژني.
    امريکايي او اروپايي وګړي خپلواکي پیژني، افغانستان کي په غربي رسنیو کي په غلطی سره د مستعمري په نوم یاديزي، دا باید لري شي ځکه چي د ا نړيوال( امريکايي او اروپايي) امنیت ته خطر دی.
    ټلواله او ملګري يي: هو: ډیر عملي کارونه مو کړي دی، پټ قراردونه لرو، کابل مو هم کنډ او کپر کړ، دښتي ليلي مو هم ورباندي ډکه کړه،او ورشی غټ بمونه ورباندي وغورځوي دوی ډیر سخت مرګي دي.سوداګري مو کار دی، هو يو څو ورځي ژوند به کوو.
    اروپايي ملګري: موږ د نړي سواندي خلګ، د افغانانونو دپاره امنیت راوړو، سیاست ورزده کوو. ډالر ورکوو، ظرفیت نه لري اطرافي خلک دی دوي ډیر وڅپل شول.
    طالب: موږ قراردونه کړي، جهاد کوو او انسانان وژنو، ګرمسير نه پريږدو، هلمند نه پريږدو، زموږ ملګري شيخان او ګاونډیان دي، هغوی خو بیاهم مسلمانان دی، موږ شورا لرو، دا خبري ډيري خلګو کړي دي. خو موږ عملي کارونه کوو.
    سوداګر قراردادي: دا رښتيني نه دي، هر څوک دلته سوداګري کوي، دا ملت نه دی ټول وړانده دي. هره خوا کي چی کار جوړ وو ، بس ورځو به:
    د ليکني ويویکي:دا لیکنه( ماسټر ماينډ) کړي ده ولله ځان مرګی وکړي، موږ دلته په اروپا کي اوامريکا يي اوسو اول موږ خدای پیدا کړي یو بیا دوی. دوي په دي نه پوهيږي چي څوک اول پیداشوي دي؟
    دو طن اولادونه:دخپلواکی تنده ماته نه شوه، نه د عبرت نه د الفت شوو، موږ هغوي ډير ووژل، ځان مو تري قربان کړ، په هلمند او په کنړ په پکتيا او وزيرستان کي !!، خو زموږ سرښندي او کارنامي په څوک وليکي؟
    Last edited by Guest; 10-10-2010, 05:30 AM. Reason: Set the direction of text.
Working...
X