هندوستان کې لسګونه زره پښتانه ژوند کوي خو ډېر یې لیک او لوست نه شي کولی.
دوی د رحمان بابا دیوان، نور دیني اثار او د تېرو وختونو کتابونه او نکلونه په کورونو کې ساتي، خو بچیان یې په ښوونځیو کې پښتو نه لولي.
ځینې میندې او پلرونه په شخصي هلو ځلو خپلو ماشومانو ته پښتو ورښیي.
د دې تر څنګ ځینو پښتنو په خپلو هلو ځلو د پښتو ژبې له پاره ځینې منډې ترړې کړې دي او په دې برخه کې لا هم فعال دي. د هغو له ډلې یو هم ثناو الله یوسفزی دی چې کابل ته هم ځي او راځي او په نړۍ کې له پرتو پښتنو سره اړیکي لري.
ښاغلی یوسفزی وایی چې یوازې په کشمیر کې شاوخوا ۶۰ زره پښتانه ژوند کوي. هغوی په پښتو خبرې کوي خو لیک او لوست نه شي کولی.
له ښاغلي یوسفزي سره سپین تڼی مرکه کړې ده

