نن یکشنبه د ۲۰۱۶ز د مۍ ۲۹مه (۱۳۹۵ لمريز کال د غبرګولي ۹مه) د هالنډ د لایدن په ښار کي د افغاني کلتوري ټولني، غرغښت ټولني، د لوی ننګرهار ټولني او د احمدشاه بابا د ټولو په زیار د پښتو ورځي په مناسبت پرتمنیه غونډه ترسره سوه چي له بلجیم او جرمني څخه ګڼ شمېر افغانانو ګډون پکښي کړئ وو. علاوه پر دې غونډه د نړۍ له ګوټ – ګوټ څخه ګڼ شمېر افغانانو د لراوبر ويبپاڼي د فېس بوک او يوټوب له لاري په ژوندۍ بڼه لیدل. تاسو کولائ سئ اړوندي ويډیو ګاني د لراوبر د فېس بوک او يا يوټوب له لاري وګورئ.
تر ویناوو وروسته مشاعره وه چي پکښي بېلابېلو ګډونوالو خپل او يا هم د نورو شاعرانو شعرونه ولوستل: آغلې سایره نورزۍ، ښاغلی انجينر احمد شاه، ښاغلی انور لمر، ښاغلی نصیر ستوری، ښاغلی اجمل ننګ، ښاغلی حیران شینواری، ښاغلی ظفر کریمي، ښاغلی مطیع الله رؤفي، آغلي رابعه عارفه، ښاغلی عزیز سرشار او ښاغلی فضل ربي رستم. د مشاعرې په منځ کی تفریح پلان سوې وه چي برخه والو پکښي ډوډۍ هم وخوړل.
پسله مشاعرې د غونډي برخه والو د پښتو ژبي د ورځي په مناسبت ملي اتڼ وکړ او غونډه د هالنډ پر وخت د ماځيګر پر تقریباً ۶ بجو پای ته ورسېده.
غونډه آغلي شفيقې حبیب او ښاغلي مختار احمد احسان چلول چي د غرمې پر تقریباً یوه نیمه بجې پېل سوه. لومړی قاضي عزیز الله د قرآن عظیم الشان څو سپېڅلي آیاتونه تلاوت کړل، ورپسې برخه والو ته ملي سرود واورول سو، د غرغښت ټولنی مشر ښاغلي نوروز عظیم لنډ ښه راغلاست ووایه او بیا په هالنډ کي د افغانستان سفير ډاکټر عبیدالله عبید خپله وینا واوروله. تر دې وروسته مختار احمد احسان د پښتو ورځي د رامنځته کولو په باب په لنډ ډول معلومات وړاندي کړ. د ویناوو په برخه کي لاندينيو کسانو خپلي چمتو سوی مقالې او يا ویناوي د ګډون والو سره شریکي کړې: ښاغلی اقبال وزيري، ښاغلی ستانه ګل شېرزاد، د احمدشاه بابا د ټولني مشر ښاغلی ننګیالی بڅرکی، د اروپا د فدراسیون نماینده ښاغلی راتب فقيري، ښاغلی انجينر زکریا پوپل، آغلې ګل اندام، پوهاند هوما صاحب، له کابل څخه د ټلیفون پر کرښه د کابل پوهنتون استاد محمود مرهون، ښاغلی عبدالرشید جلیلي، ښاغلی محمد حکیم مندوزی، ښاغلی نوروز عظیم، د لراوبر ويبپاڼي مشر او د افغاني کلتوري ټولنی مشر ښاغلی عبدالله احسان.
د ویناوو تر څنګ یو شمېر پیغامونه رالېږل سوي وه. د پوهاند محمد حسن کاکړ پیغام، له سویډن څخه د دوستي فرهنګي ټولني مشر حبیب الله غمخور پیغام چي دواړه د عبدالله احسان له خوا د غونډي ګډونوالو ته واورول سول. دغه راز د ګوګل پښتو ژباړن مشر پوهیال ستوري د ګوګل پښتو ژباړي په باب پیغام رالېږلئ وو چي د غونډي ویاند مختار احمد احسان واوراوه.
د غونډي لومړی برخي ته په کتو بېلابېل مشران او د نظر څښتنان په دې اند وه چي پښتانه دي په ډېر آزاد ډول د خپل حق غوښتنه وکړي: پښتو که څه هم د کاغذ له مخي رسمي ژبه ده خو په رسمیاتو کي پښتانه ته هغومره حقوق نه دي ورکول سوي هغه چي ښايي. دغه راز ویناوالو دې ته هم اشاره وکړه چي نور دي د پښتو پر راتلوني فکر وسي او د معیاري کېدو هلي ځلي دي يې وسي. تر ویناوو وروسته مشاعره وه چي پکښي بېلابېلو ګډونوالو خپل او يا هم د نورو شاعرانو شعرونه ولوستل: آغلې سایره نورزۍ، ښاغلی انجينر احمد شاه، ښاغلی انور لمر، ښاغلی نصیر ستوری، ښاغلی اجمل ننګ، ښاغلی حیران شینواری، ښاغلی ظفر کریمي، ښاغلی مطیع الله رؤفي، آغلي رابعه عارفه، ښاغلی عزیز سرشار او ښاغلی فضل ربي رستم. د مشاعرې په منځ کی تفریح پلان سوې وه چي برخه والو پکښي ډوډۍ هم وخوړل.
پسله مشاعرې د غونډي برخه والو د پښتو ژبي د ورځي په مناسبت ملي اتڼ وکړ او غونډه د هالنډ پر وخت د ماځيګر پر تقریباً ۶ بجو پای ته ورسېده.
پورتنۍ انځور: د غونډي ویانده آغلې شفیقه حبیب
پورتنۍ انځور: د غونډي ویاند مختار احمد احسان
پورتنۍ انځور: عبدالله احسان د وینا پر مهال
