Announcement

Collapse
No announcement yet.

پاچا په فوکلوري نکلونو کي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پاچا په فوکلوري نکلونو کي

    پاچا په فوکلوري نکلونو کی
    ٢٩ / ٨ / ١٣٨٩ <

    پاچا په فوکلوري نکلونو کي
    د پښتنو فوکلوري نکلونه زیاتره « چی وو یو پاچا وو» په کلمه پیل کیږی. او نکل کونکی خپل اورېدونکي په دې خبروی چی راتلونکی نکل د یوه پاچا د ژوند او کارنامو په باره کی دی. اورېدونکي هم، تر بل هر چا، د پاچا له نامه او نکل سره ځکه علاقه لري، چی د فوکلوري نکلونو د منځنته راتللو او ودي کولو په زمانو کی په ټوله سیمه او حتی ټولی نړۍ کی پاچاهی سسټمونه ټینګ وه او پاچا د خلکو پر ورځنی ژوند باندي له هره پلوه اغېزه درلوده. که پاچا عادل او ښه سړی وو او په ملک کی یی عدالت او امنیت ټینګ کړی وو نو د هر څه به پریماني وه او د رعیت ژوند به سمسور وو. او که به پاچا ظالم وو او په ملک کي به ناکراری او بې امنیتی وې نو طبیعی خبره ده چی د رعیت ژوند به هم له هره پلوه خراب او له خطرسره مخامخ وو.
    د ملي هینداري په تقریبا ټولو نکلونو کی، پاچا معمولا عیاش او ظالم وي او د موسی جان او ولي جان په نکل کی خو سره له هغه چی پخپله څلویښت ماینې لري بیا یی هم د خلکو لوڼو ته سترګي خړي کړي او حتی د مړوښي او پیغلي توپیر نه کوي. پاچا په اکثرو نکلونو کی ډیر سخت بې عقل وي او چی هوښیار وزیر او یا شیطانه میرمن یی هر څه ورته وایی هغه سمدستي مني.
    د شاتر حسن په نکل کی له نوشیروان پاچا څخه، چی په ښکار پسی وتلی دی، په کور کی د لمانځه د ادا کولو لپاره مسله(مصلی) پاتیږی او شاتر حسن بیرته کورته پسی لیږی. خو شاتر حسن ګوري چی وزیر د پاچا له میرمني سره په کور کی ناست دی. شاترحسن هیڅ نه وایی او په خپله مخه ځي. خو وزیرد رسوا کیدلو له وهمه د شاتر حسن د وژلو یا وژل کیدلو نقشه جوړوی. پاچا ته وایی چی شاتر حسن ته امر وکړه چی پردغه وچ دښت یو لوی ښار جوړکړي. پاچا پخپله هیڅ عقل نه لري او د وزیر په مشوره شاترحسن را غواړي او ورته وایی چی په یوه هفته کی یا پردغه وچ دښت باندي یو ښایسته ښار راته جوړ کړه او یا دي وژنم. شاتر حسن د یوه غیبی سپین ږیری په مرسته پر هغه دښت باندی ښار ورته جوړوي. وزیر وروسته پاچا دې ته تشویقوی چی شاتر حسن ځینو نورو ناممکنو کارونو ته و ګوماري او پاچا هم، پرته له دې چی پخپله یو څه فکر وکړي، شاترحسن ته امرونه کوي. بالاخره شاترحسن د ټولو ناشونو کارونو له بشپړولو څخه وروسته وزیر وژنی. پاچا ته ټوله کیسه کوي او هغه خپله میرمن په سزا رسوي. البته د نکل په پای کی، شاترحسن پاچا ته وایی چی وزیر غوښتل ما په تا مړ کړي. کنه نو دا کارونه خو چی ما ستا لپاره وکړل د هیڅ انسان په وس پوره نه دي. نو په کار دا ده چی هرکله یو بادار خپل نوکر ته یو خدمت سپاری باید لومړی فکر وکړي چی دا کار د کولو دی او کنه. او د شیطان او دښمن په خوله باید ونه کړي، خپل دوست او دښمن وپیژني.
    موږ ګورو چی هم د نکل له پېښو څخه دا خبري څرګندي او هم یی موږ د نکل په پای کی د شاتر حسن له خولې اورو چی کار باید اهل کار ته وسپارل سي. پاچا باید پر بې اساسو رپوټونو تکیه ونه کړي او د بیګناه انسانانو د تورن کیدلو او په سزا رسیدلو مخه ونیسی او خپل دوست او دښمن وپیژني.
    د انار ژړان سیب خندان په نکل کی خو پاچا دونه ساده دی، چی پرته له دې چی هیڅ فکر دي وکړي، د مینځی هغه خبره مني چی وایی د هغه ارزاني میرمني درې کوتریان زیږولي دي، او سمدستي حکم کوی چی هغه درې واړه کوتریان مړه کړي او مور یی د آسانو په تبیله( طویله) کی واچوی او د ورځی یوه ګوله اوربشینه ډوډی ورکوی. پاچا پخپله هیڅ دا سوچ نه کوي چی د انسان څخه هم کله کوتری پیدا سوی دی کنه. په نکل کی پاچا ته د کورنۍ د غړو او د رعیت د مرګ او ژوند بشپړ واک ورکړه سوی دی او دی هم په پوره بی عدالتی له هغه څخه کار اخلي. د پاچا زامن خدای ساتلي وه. لوی سول او د ملنګانو د دعاوو په برکت یی دیوان او زمریان ترلاس لاندي سول. پاچا بالاخره پوه سو چی هغه دوه ښایسته زلمیان او د هغوی خور دده خپل اولاد دی. د هغوی مور یی له تبیلې څخه را وایسته. هغه خپله یی ملکه کړه او خپله ګرانه میرمن یی، چی ددې ټولو بدیو علت وه، په سزا ورسوله. په نکل کی پاچاهانو ته په ضمني توګه ویل کیږی چی د هر چا پر خبرو غوږ ونه نیسی او دخدای پر بندګانو او خپل رعیت باندي بیځایه طلم ونه کړي. البته د پاچا د ګراني مېرمني له سرنوشت څخه یی هم مطلب دا دی چی کوږ بار تر مزله نه رسیږي.
    « د پاچا زوی مالداره او سپی» په نکل کی خو پاچا د ظلم او فساد ټول سرحدونه ماتوي. پر خپلو مږندو زړه بایلي او د هغوی د ترلاسه کولو لپاره د خپل یوازیني زوی د وژلو تکل کوي. د پاچا د زوی د وژلو او پر مږندو باندي د نکاح تړلو په دسیسه کی قاضي هم ورسره ملګری دی. خو څرنګه چی بیا هم کوږ بار ترمزله نه رسیږی. پاچا او قاضي په دې ظالمانه لوبه کی خپل سرونه بایلي او پاچهي د هغه زوی ته پاتیږي.
    په عمومي صورت ویلای سو چی پاچا ته سم نظر نه دی موجود او په نکلونو کی په ضمني توګه شهزاده ګانو ته توصیه کیږی چی د خپلو پلرونو لاره وانه خلي.
    پاچا له سهاره تر ماښامه په عیش او نوش کی ژوند کوي، حرم یی له ښایستو میرمنو او مینځیانو ډک وي او د کال په هر موسم کی له خپل ټول لښکر سره په ښکار وتلی وي. خو زیاتره وختونه د اولاد، په تیره بیا د زوی، څخه محروم وي او تل یی دا غم وي چی پاچاهی او خزانې به یی چاته پاته سي. د خپل ټول قدرت، لښکرو او خزانو سره بیا هم د یوه عاجز ملنګ دعا ته محتاج وي او معمولا د ملنګ په دم او چوف د اولاد خاوند کیږي. ګویا په نکل کی پاچاهانو ته دا ورفهمول کیږی چی د خدای له بندګانو سره ښه وکړی ځکه چی د هغوی پاچاهي ، که هر څه ده، بیا هم د خدای د عاجزو بندګانو دعا ته محتاجه ده.
    شهزاده ګان، د پاچاهانو په خلاف، ډیر زړه ور وي او داسی مشکل په نکل کی نه پیښېږی چی شهزاده ګان دي هغه یا په خپل کمال او یا د کوم ملنګ په دعا او یا کوم بل قوت د هغه په حلولو کی پاته راسي. هغوی د دیبانو په جنګ ورځی. د خپلی معشوقې او یا بل هدف ترلاسه کولو لپاره د هیڅ خنډ او ستونزی پروا نه کوي. کله یی زمریان ، کله یی دیبان او کله پیریانان تابع کیږی . ظالم پاچاهان، چی د خپلو لوڼو د واده کولو د پاره یی غیر ممکن شرطونه ایښي وي او د نه پوره کولو په صورت کی یی کله په لس هاوو او کله په سل هاوو ښلیسته ځوانان وژلي وي د هغوی زړه ورتوب او هوښیاری ته تسلیمیږی او خپلی لوڼی ورکوي.
    شهزاده ګان دومره ښایسته وي چی ښځی او حتی شاپیریاني په یو ځل لیدلو زړونه ورباندي بایلي. شهزاده ګان د جسماني قوت او ښایست ترڅنګ معمولا ډیر لوستي او هوښیار وي. په نکلونوکی چنداني د هغوی ظلم او بې عدالتیو ته اشاره نه کیږی. ګواکي په فوکلوري نکلونو کی شهزاده ګانو ته ښودل کیږی چی پاچي د هوښیارو، زړه ورو او زړه سواندو خلکو سره ښایی. که دوی چیری د خپلو پلرونو پر تختونو کښېني نو باید چی د اهلیت او عدالت لاره واخلي.
    د شهزاده ګانو ترڅنګ، که چیری د وزیرانو زامن را څرګندیږي، نو هم د خپلوپلرونو په خلاف، یوازي په شیطانت ګوزاره نه کوي، بلکه باید هم هوښیار او هم خپل بادار یا شهزاده ته، چی د پلار له وفات څخه وروسته به پاچا کیږی، بشپړه وفاداري وښیی.
    د کلیله و دمنه په نکلونو کی پاچاهانو او د وخت زورورو ته د زمریانو، چغالانو او ګیدړو په کیسو کی د عبرت او پند درسونه ورکول کیږی او د قدرت خاوندان د حیوانانو په ژبه دې ته متوجه کوي چی که پاچهی د خدای عطا او مهرباني ده نو د خدای له مخلوق سره ښه او عادلانه چلند د واکمنانو او قدرتمندانو وظیفه ده. خو د ملي هینداري په نکلونو کی، چی ځینی به یی د ګاونډیو او لیری هیوادونو او ټولنو د اولسی نکلونو تر مستقیمی او غیر مستقیمی اغېزې لاندي سینه پر سینه نقل سوي وي، د انسانانو د کړو وړو له لاري مستقیما له پاچاهانو او واکمنانو سره خبري کیږی او هغوی عاقبت ته متوجه کوي. دغه علت دی چی پاچا معمولا بې عقل وي او د قوم او ملک د اداره کولو لپاره د هوښیاروزیر، وفاداري، هوښیاري او کله کله شیطاني میرمني او یا خپل سپین ږیري قاضی په عقل ګوزاره کوي. ګواکي په نکلونو کی پاچاهانو او واکمنانو ته د خپلو کم عقلیو پیغور ورکول کیږی او دا ورته ښودل کیږی چی پاچاهي د بل په عقل نه کیږی او دا ورته ویل کیږی چی بې عقلي او بېخبري د شعوري او غیر شعوري بې عدالتیو او بېځایه ظلمونو د کېدلو یو مهم علت دی.
    P align=justify>

    عبدالباري جهاني بيرته شاته
    Copyrights JahaniOnline.Com 2010 All Rights Reserved
Working...
X