ایران افغان شیعه جنګیالو ته نوي امتیازت منلي
خبریال: میرویس جلالزی – رپوټونه وايي چې د ایران دولت په سوريي کې د جګړې لپاره د افغان اوپاکستاني شیعه ګانو د ګومارلو لړۍ چټکه کړي او هغوی ته یې نوي خو بي ساري امتیازات په پام کې نیولي دي.
د ایراني رژيم له لوري د ځان او د بل د ګټو لپاره له افغانانو څخه کار اخیستنه د پخواني شوروي له یرغل راهیسي روانه ده .
ویل کیږي چې اوس د ایران انقلابي ګارد پلان لري افغان او پاکستاني هغو شیعه کډوالو ته د هغوی په ګټه د جنګیدو په بدل کې پخواني امتیازات څو ځله لوړ کړي.
د یو شمیر رسنیو د رپوټونو پر بنسټ ایران تر دې دمخه افغان او پاکستاني هغو شیعه کورنیو ته ځانګړي امتیازات ورکول چې د کورنیو ځوان غړي به یي داسلامي جمهوریت د ګټود خوندي کولو لپاره په سوریه کې جنګیدل خو دا دی اوس تهران پلان لري د نوی ۱۳۹۶ هجري لمریز کال له پيلیدو سره سم د دغو جنګیالو د کورنیو امتیازات په بې ساري توګه لوړ کړي.
تر دې دمخه به هغو افغان او پاکستاني وګړو ته چې د ایران لپآره په سوریه کې جنګیدل ۵۰۰ امریکايي ډالره تنخوا ورکوله او په دې سربیره به یي د هغوی د کورنیو هغوغړو ته چې په ایران کې اوسیدل د ایران افتخاري تابیعت او هغه یو شمیر حقوق ورکول چې عادی ایراني اتباعو درلودل خو د نوي پلان له مخي به هغه افغان ځوانان چې په دغه جګړه کې وژل کیږي د کورنۍ ټول غړي به یي د ژوند تر پایه په ایران کې میاشتني حقوق د کور د کرايي پیسې د خوړو، پوښاک او سفر مجاني امتیازات ولري.
د ایران په فارسي نیوز ټلویزیون کې تیره میاشت داسي یوه ویدیوه خپره شوه چې دمګړۍ نږدې ۱۸۰۰۰ افغانان په سوریه کې د ایران له لوري د بشار الاسد په ملاتړ جنګیږي.
د منځنیي ختیځ څیړندویه انسټیټیوت ته د حسین یکتا په نامه د ایران – عراق د جګړې یوه پخواني ایراني سرتیري ویلي، چې ډیری افغان ځوانان د فاطمیون د فرقې تر چتر لاندي په سوریه کې د بشار د رژيم په ملاتړ جنګیږي.
نوموړي ویلي چې د فاطمیون جبهه د افغان کډوالو له لوري شپږ کاله دمخه د ایران په مشهد کې د افغانانو په ابتکار جوړه شوه.
نوموړي ویلي چې اوس د فاطمیون لوا چې د افغانانو له لوري د سوريي د جګړې لپاره د ایران په ملاتړ جوړه شوي وه او په لومړي سر کې یي ۲۰۰۰ تنه جنګیالي لرل اوس یي د فرقي حد ته لوړه کړای شوي او د جنګیالو شمیره یي ۱۸۰۰۰ شاوخوا ښودل شوي ده .
د یکتا په خبره چې شیعه افغانان په صداقت او کله توګه د ایران لپاره جنګیږي او تهران پلان لري په دغه برخه کې پر شیعه افغانانو اوږدمهالي پانګونه وکړي.
ویل کیږي چې د فاطمینو د ډلي تر څنګ د زینبیون ( فاطمه او زینب دوه اسلامي نومونه چې د حضرت علي کرم الله وجه کورنۍ سره ارتباط لري) ډله هم د ایران په ګټه جنګیږي چې دمګړۍ شاوخوا دوه زره شیعه پاکستانیان پکې تنظیم دي.
دغه اکثریت شیعه ګان د پاکستان د پاړه چنار پښتانه اوسیدونکي دي چې اکثریت یي له خپلو کورنیو سره ایران ته یا پخوا کډه شوي او یا اوس ورغلي دي او د ایران د دولت امتیازاتو له نوي بستې څخه به دوي هم برخمن وي.
د ایران دولت په خپله ګټه د پاکستاني او افغان وګړو په جنګولو په وار وار انکار کړی او ویلي یې دي چې دا د عربي او یو شمیر نړیوالو مطبوعاتو پروپاګندا ده.
خو د منځني ختیځ د څیړوندوی انستیتیوت وروستۍ پلټني ښيي چې ایران په دوامداره توګه پلان لري چې افغان شیعه ګان په ایران کې دننه او حتی د افغانستان له یو شمیر ولایتونو ایران ته ور وبولي او هلته ورته د امتیازاتو په بدل کې د سوريي جګړې ته وسله ور په لاس کړي.
خبریال: میرویس جلالزی – رپوټونه وايي چې د ایران دولت په سوريي کې د جګړې لپاره د افغان اوپاکستاني شیعه ګانو د ګومارلو لړۍ چټکه کړي او هغوی ته یې نوي خو بي ساري امتیازات په پام کې نیولي دي.
د ایراني رژيم له لوري د ځان او د بل د ګټو لپاره له افغانانو څخه کار اخیستنه د پخواني شوروي له یرغل راهیسي روانه ده .
ویل کیږي چې اوس د ایران انقلابي ګارد پلان لري افغان او پاکستاني هغو شیعه کډوالو ته د هغوی په ګټه د جنګیدو په بدل کې پخواني امتیازات څو ځله لوړ کړي.د یو شمیر رسنیو د رپوټونو پر بنسټ ایران تر دې دمخه افغان او پاکستاني هغو شیعه کورنیو ته ځانګړي امتیازات ورکول چې د کورنیو ځوان غړي به یي داسلامي جمهوریت د ګټود خوندي کولو لپاره په سوریه کې جنګیدل خو دا دی اوس تهران پلان لري د نوی ۱۳۹۶ هجري لمریز کال له پيلیدو سره سم د دغو جنګیالو د کورنیو امتیازات په بې ساري توګه لوړ کړي.