Announcement

Collapse
No announcement yet.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر پیر سیدا

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر پیر سیدا

    د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر پیر سیداحمد ګېلاني مړ شو

    • January 21, 2017
    • د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر پیر سیداحمد ګېلاني مړ شو
      پیر سید احمد ګېلاني
      – د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر او د ملی محاذ ګوند پخواني لارښود پیر سید احمد ګېلاني نن شنبه /د جنوري ۲۱مه/ د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
      د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون له رسنیو سره په خبرو کې د ښاغلي ګېلاني مړینه تایید کړه.
      چارواکي وایي چې ارواښاد ګېلاني د ماښام په ۷:۴۵ بجو د کابل په یوه روغتون کې ومړ.*
      ویل کیږي چې د پیرسیداحمد ګېلاني نیکه سید حضرت ګېلاني په ۱۹۰۵ کال له عراق نه افغانستان ته راغلی وو چې په دغه هېواد کې د صوفیزم قادریه طریقه چې عبدالقادر ګېلاني په عراق کې تاسیس کړې وه روانه کړي.* د افغانستان د وخت واکمن امیر حبیب الله خان سید حضرت ګېلاني ته په کابل او ننګرهار کې ځمکې ورکړې او نوموړی پرې مېشت شو.*
      افغان بایوز لیکي چې،* پیر ګیلاني د ۱۹۳۲ کال د می په ۱ د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د حضرت نقیب صاحب په کور کې وزېږېد.* وروسته یې په کابل کې ابوحنیفه مدرسه ولوسته او په ۱۹۶۰ کال کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي څخه فارغ شو.* په ۱۹۵۲ کال کې د امیر حبیب الله خان لمسۍ عادلې سره په واده کولو سره ارواښاد ګېلاني له شاهي کورنۍ سره نور هم نژدې شو.*
      ویل کیږي چې پیر سید احمد ګېلاني یو له هغو ۷ تنظیمي مشرانو څخه وو چې د پاکستان او امریکا په مرسته یې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو او وروسته د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر ضد جنګونه وکړل خو نوموړی د معتدل فکر لرونکی بلل کېده او د ۱۹۹۰مو کالونو د کابل په تنظیمي جنګونو کې چې احمدشاه مسعود، برهان الدین رباني،* ګلبدین حکمتیار، رسول سیاف، عبدالعلی مزاري او عبدالرشید دوستم یې مهم لوبغاړي ول،* او کابل ښار په کې په کنډوالو بدل شو،* برخه وانه خیسته.*
      Written by: تکړه
    • Leave a reply

    پیر سید احمد ګېلاني
    تاند – د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر او د ملی محاذ ګوند پخواني لارښود پیر سید احمد ګېلاني نن شنبه /د جنوري ۲۱مه/ د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
    د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون له رسنیو سره په خبرو کې د ښاغلي ګېلاني مړینه تایید کړه.
    چارواکي وایي چې ارواښاد ګېلاني د ماښام په ۷:۴۵ بجو د کابل په یوه روغتون کې ومړ.*
    ویل کیږي چې د پیرسیداحمد ګېلاني نیکه سید حضرت ګېلاني په ۱۹۰۵ کال له عراق نه افغانستان ته راغلی وو چې په دغه هېواد کې د صوفیزم قادریه طریقه چې عبدالقادر ګېلاني په عراق کې تاسیس کړې وه روانه کړي.* د افغانستان د وخت واکمن امیر حبیب الله خان سید حضرت ګېلاني ته په کابل او ننګرهار کې ځمکې ورکړې او نوموړی پرې مېشت شو.*
    افغان بایوز لیکي چې،* پیر ګیلاني د ۱۹۳۲ کال د می په ۱ د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د حضرت نقیب صاحب په کور کې وزېږېد.* وروسته یې په کابل کې ابوحنیفه مدرسه ولوسته او په ۱۹۶۰ کال کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي څخه فارغ شو.* په ۱۹۵۲ کال کې د امیر حبیب الله خان لمسۍ عادلې سره په واده کولو سره ارواښاد ګېلاني له شاهي کورنۍ سره نور هم نژدې شو.*
    ویل کیږي چې پیر سید احمد ګېلاني یو له هغو ۷ تنظیمي مشرانو څخه وو چې د پاکستان او امریکا په مرسته یې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو او وروسته د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر ضد جنګونه وکړل خو نوموړی د معتدل فکر لرونکی بلل کېده او د ۱۹۹۰مو کالونو د کابل په تنظیمي جنګونو کې چې احمدشاه مسعود، برهان الدین رباني،* ګلبدین حکمتیار، رسول سیاف، عبدالعلی مزاري او عبدالرشید دوستم یې مهم لوبغاړي ول،* او کابل ښار په کې په کنډوالو بدل شو،* برخه وانه خیسته.*
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X