د حزب اسلامي یوه ډېر نژدې سړي، چې نور نو د دغه تنظیم او په تېره بیا حکمتیار صاحب غیبت ورته سم- دم عبادت ایسي، را ته کیسه کوله چې د پېښور د قصه خوانۍ بازار په ډهکۍ نعلبندۍ کې د خپلې کتابفروشۍ پر پارچال ناست وم، یو ملګری مې کتابونه په لاس تېرېدی، ومې پوښت چې چیرته روان یې؟ ویل دا کتابونه دې آشنا (حکمتیار) ته ور وړم.
ما ورته وویل چې که زما منې نو د دې کتابو پر ځای یوه قاعده بغدادي سیپاره او یو د کڼو لپاره جوړ شوی د اورېدو ماشین ور وړه؛ زما د سلام تر څنګ ور ته ووایه چې تېر سبقونه دې سم نه وو زده کړی ځکه یې هیڅ فایده درته ونکړه او هر څه دې له افغانستان سره یو ځای په اوبو لاهو کړه نو دا قاعده له سره ولوله، سمه یې زده کړه او د کڼو آله هم تر دې وروسته استعمالوه په دې چې غوږونه دې سم کار نه کوي څکه چې په ټول ژوند کې دې د هیچا مشوره وا نه ورېده، هره کیسه و فیصله دې پر خپل سر وه او د یوازې سر پرېکړو نتیجه نو دغسې بدمرغې را وزي لکه اوس چې ته او ټول ملت دې په اخته یاست.
د ثور پر شلمه د کلید راډیو په یوه ګردي مېز کې له ښاغلي حکمتیار سره د سولې پر خبرو په بحث کې د دغه حزب په نمایندګې له فضل من الله ممتاز او استاد حبیبالله رفیع سره د بحث ګډونوال وم، ما وویل چې د محترم حکمتیار رواني جوړښت له یوه مطلق استبداد څخه عبارت دی، له بلې خوا دی په خيل ټول ژوند کې جګړمار پاته شوی، اصلاً د سیاست له علم و هنر څخه بې خبر دی ځکه خو په خپل تمام ژوند کې له جګړې، شخړو او خونړیو اختلافاتو پرته د سولې، تفاهم او جوړ جاړي هیڅ فصل نه لري، نوموړی دومره مستبد دی چې د سولې لپاره یو له اساسي شرایطو څخه یې دا دی چې هیڅوک به له ده پرته د حزب اسلامي له نوم، نښان او کړنلارې څخه استفاده نه کوي؛ ښه! له دې څخه اوس یو بل لوی بحث جوړيږي چې د ده حزب (اسلامي) دی نو څوک به له ده پرته د اسلام ږغ نه پورته کوي او کړنلار یې قرآن دی، فلهذا دا به هم د ده ملکیت وي او بل څوک ور ته د کتلو حق نه لري او محترمین هر یو وحیدالله سباوون، خالد فاروقي، ارغندیوال او قاضي محمد امین وقاد به د حزب اسلامي له ټولو بې شمېره شوراګانو سره یو ځای او غونډ منډ تر هر چا مخکې، هم تر اسلام ور ته تیریږي او هم تر کلامالله مجیده.
ښاغلي ممتاز زما په جواب کې وفرمایل چې اول خو باید له دې ناحیې ټول خاطر جمع شي او په دې نه بدلېدونکې واقعیت سر خلاص کړي چې: (حزب اسلامي، یعنې حکمتیار او حکمتیار، یعنې حزب اسلامي) نوموړي زما سره په همدغه راډیو کې پر عین موضوع یو بل وخت هم ویلي ول چې: حکمتیار داسې دی لکه اوبه او دا نور فرکسیونونه او ټوټې یې تیمم غوندې دي، کله چې اوبه را ښکاره شي نو تیمم اوتومات باطلیږي.
اوس نو تاسو د یویشتمې پېړۍ په بشرپالونکې او ډیموکراټه فضا کې د مطلقیت و استبداد لپاره تر دې ټیټ حد څنګه ټاکلای شئ؟ کله چې د نوموړي چلن له خپلو همسنګرو سره دغسې وي، څه فکر کوئ چې له نور افغان ولس سره به د بیان آزادۍ، فکري تولید، ذهني خلاقیت او ډیموکراسۍ په حصه کې څنګه وي؟
زه د خپلې مطالعې و مشاهدې او د حکمتیار د لارویو له کیسو څخه دې پایلې ته رسېدلی یم چې د ده رواني ساختار داسې جوش خوړلی چې غواړي ټول افغانان او په نهایت کې ټول بشر یو مخ محوه او دی یې پر ارواوو یوازنی حاکم اوسي. په اصطلاح د جهاد په دوران کې، ټول هغه ملي شخصیتونه چې د افغان- شوروي جنګ په نتیجه کې یې یو ولسواک افغانستان غوښت او ترور شول نو د تور ګوته یې په ټول عامه ذهنیت کې حزب اسلامي ته نیول کیږي، لکه، شهیدان: عزیزالرحمان الفت، ډاکتر پوهاند بهاؤالدین مجروح، جنت ګل غروال، جنرال عبدالحکیم کټوازی، شګیوال او…د دوی تر څنګ یې پر څینو روشنفکرو و ملي ګرایانو لکه، ډاکتر صمد حامد، عبدالرحمان پژواک، ډاکتر حسن کاکړ، سید مسعود پوهنیار او…باندې داسې د تنفس ساحه تنګه کړه چې هغوی یې له دارالجهاد څخه دارالکفر ته په تېښته مجبور کړل. همدا روحي جنون دی چې دغه منحصر بفرد فرد له هر چا سره، له هر ډول تفاهم څخه را ګرځوي؛ د پاکستانیو انصارو په غېږ کې همدغه د انجنیر حکمتیار ماجراجو و ځانغوښتونکې اروا وه چېجهاد مهال د افغاني ارزښتو پر ضد د سي آی اې او آی ایس آی له سیاسي روان سره په ټوله همرنګۍ غاړه غړۍ شوه. نن هم په دې نه شرمیږي چې په شمشتو کې مېشت دی خو د خپل وطن د مور غېږې ته د راګرځېدو لپاره شرطونه ږدي.
له پېښوره کابل ته د شمشتو کمپ د کټ و پیسټ مسله هم د دې واقعیت څرګندویه ده چې ښاغلی ګلبدین له خپل همدین ولس سره د اوسېدو فرصت نه خوښوي؛ غواړي د تل غوندې په افغانستان کې هم له افغان ملت څخه په تجرید او خاص سنګر کې ناست اوسي.
دغه جالب شخص د علم هغو لوړو ښاخو ته لاس اچولی چې دا پنج ګنج خو بېخي کتاب نه ور ته ایسي کنه نو د دغه اخلاقي کتاب دا یو بیت هم ور ته کافي و شافي دی چې: