زه ژوند لټوم
دخيال پر غالۍ ناست يم. دغرونو څوكو ته ورشم
هلته له يو څو غرنيوو ونو پرته هيڅ ونه موم
بيرته دغره لمنى تهراشم
څو زركى او څو هوسۍ ښكاره شي چى يوه اوبله خوا زما له ويرى وتښتي
هغوىءله ما سره دمرګ استازى وينى،
چى دهغوىء پر لور ور روان يوو،
له هغه ځايه يوباغ ته ورشم، ښكلى شين باغ، چى د رنګارنګ مرغانو شور ورته يو داسى روح وربښلى چىزړونه تسكينوي
زما له رسيدو سره سم مرغان والوزي او هلته پرته له ما اوباد څخهچى د ونو شنى پاڼى خو ځوي څوك نه وي.هغوىء دخپل
ژوند دژغورنى لپاره له ما څخهوالوتى ځكه چى زه بايد هغوى هرومرو ښكاركړم
هغوىء زما په وجود كى دخپل مرګ نښىوليدى او والوتى،
له هغه ځايه دسيند دمستو څپو شور ته راروان شوم دكبانو سيوريمى وليدل چى دسيند په څپڅپانده موجونو كى لامبى خو چى كله زه
رانزدى شوم،كبانورك شول او په يوه شيبه كى دسيند تل ته لاړل، زه پوه شوم چى هرو مرو زما له ويرىماهيان هم پټ شول
هغوىء زما په وجودكىيو پټ راز وليداو هغه مرګ و چى ددوىدنيولو پسى له ما سره يوځاى مل و،
بيرته نهيلى راستون شوم ژوند مى ونه موند اوپه دى پوه شوم چى مرګ زمونږ يواځينى ملګرى دى
نو په دى نړۍ كى به مونږ هيڅكلهبى له مرګه ژوند ونه مومو
