Announcement

Collapse
No announcement yet.

د بل چا په كميس كې ځان مه ننباسه!

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د بل چا په كميس كې ځان مه ننباسه!



    د بل چا په كميس كې ځان مه ننباسه!



    ښاغلی روح الله وفا
    هڅه وكړه چې د نورو اشخاصو په شخصيت كې ځان شريك نكړې، ځكه كه دا كار وكړې ستا استعداد، خبرې، لهجه، آواز، بڼه، حركت او كړه وړه به ثابت پاتې نشي. يو دولت هغه وخت خپل نوم په تاريخ كې ثبتولى شي چې په خپل كلتور باندې ولاړ وي.
    كه څوك غواړي چې نوم يې پاتې نشي هغه دا ډول كړنې كوي، دا ډول كړنې ددې لامل كيږي چې تاسو ته ذهني غمونه او بېلابېلې مفكورې هم پيدا كړي.
    ته په دنيا كې ځانته يو وجود يې، له تا وروسته به داسې څوك نه نه به وي چې ستا په شان به شكل ولري ځكه خو بايد ځانته شخصيت ولرې. كه غواړې چې د خپل ځان ښه او بد ثابت كړې نو د خپلې څيرې نمايندګي وكړه، د هر چا ګودر معلوم دى يانې هر چالره ځانته وجود، بڼه، شكل، آواز، لهجه او كړه وړه وركړل شوي وي. كه ته په خپلو دغو څيزونو كې بدلون راولې نو په حقيقيت كې خپل وجود او نفس لغوه كوې او خپله آزادي هم له منځه وړې، ځكه هغه كس ذهنا آزاد نه وي چي د بل په ګام پس روان وي.
    انسانان هم د ميوو، ونو او نباتاتو مثال لري، مڼې، مالټې، انار، زردالو.......
    خو كه د مڼې خوند مالټه ولري نو بيا به څوك مڼه راونه نيسي ځكه د هغې خوند په مالټه كې شته، يا كه د انار خوند په زردالو كې وي نو بيا به څوك انار راونه نيسي ځكه زردالو يې خوند لري. هماغه زردالو رانيسي. نو كه غواړې چې نوم د پاتې شي خپل شخصيت خپله وساته او د بل چا په شخصيت كې ځان مه ننباسه.



    he is funny.

    I am no bird, and no nest ensnares me.

    non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.
Working...
X