Announcement

Collapse
No announcement yet.

بي سرنوشته هېواد/ رضوانزوی

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • بي سرنوشته هېواد/ رضوانزوی

    څو اوونۍ مخکې مو په پوهنتون کې یو افغان محصل د یوې جزئې پیښې له پېښیدو وروسته د څو تنه پاکستانې محصلینو له لورې په چاقوانو له وهلو وروسته سخت ټپې شو ، له ټپي کیدو وروسته خپل یو تن ټولګیوال تر روغتونه ورسوه ، رنځپوهانو پریکړه وکړه چې د یاد محصل یوه ګرده چې د سختو ټپونو په پایله کې زیانمنه شوې وه باید وویستل شي . دوه اوونۍ په روغتون کې تر درملنې لاندي وو . د پوهنتون چارواکو د ټپې افغان محصل د پام وړ پاملرنه ونه کړه ، سر به مو څه درخوږوم د افغان محصلینو د اتحادیې رئیس د خپلو منډو او هلو ځلو په ترڅ کې په اسلام اباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوی سفارت ور ټک ټک کړ ، د ښاغلې سفیر جانان موسی زی سره یې یاده موضوع شریکه کړه تر څو د سفارت له لارې دې ستونزې ته د حل لار ومومي .
    ښاغلې سفیر ومنله او د پوهنتون له رئیس سره یې اړیکه ونیوله ،د پوهنتون رئیس د سفیر صیب سره د ملاقات لپاره وخت وټاکه ، د وخت په را رسیدو د پوهنتون رئیس سفیر ته ټیلیفون وکړ او ورته یې وویل : زه بوخت یم کار راپیښ شوی نشم کولاي چې سره وګورو له مخکې پلان شوې ملاقات یې لغوه کړ ، د سفارت له لارې هم د پوهنتون چارواکو د افغان محصلینو غږ وا نه ورید. بلکې د ښاغلې سفیر سره په کړې ژمنه یې هم پښې کیښودي ، ډیپلوماتیک ، اخلاقې او انسانې ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړل پداسې حال کې چې د نورو هیوادونو د سفارت له عادي کارکوونکو سره د پوهنتون رئیس په ساعتونو ملاقاتونه کوي .
    دا خو له هېواده بهر د افغانانو سره د ناوړه چلند یوه کوچنۍ بیلګه ده ، هېواد مو له داسې ستونزو او حالاتو سره لاس او ګریوان دي چې هر سړی او هر هېواد په سرو سترګو په خلاص مټ په خوږ ټاتوبي کې لاسوهنې کوي ، زمونږ د هېواد سره هر ډول نادودي روانې دي په دې نادودو کې بهرنې او داخلې کړۍ او عناصر ککړ دي د بیلګې پر ډول لاندي یې یو څو په ګوته شوي دي:
    د ورې میاشتې د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته د ټاکنو د پایلو له اعلان مخکې د بهرنیو هېوادونو ورځياڼو او تلویزونونو د یو مشخص نوماند په ګټه پریمانه تبلیغات وکړل مخکې لدې چې د ټاکنوکمیسیون د ټاکنو رسمې پایلي اعلان کړي یوې بهرنۍ ورځپاڼې ډاکټر عبدالله د افغانستان ولسمشر اعلان کړ، او زیانه کړې یې وه چې ډاکټر عبدالله پنځه شپیته سلنه رایې خپلې کړي ، کوم چې د یو باندینې هېواد له لورې د افغانستان په چارو کې بربنډه لاسوهنه ده.
    له بل لورې پدې وروستیو کې د ایران د اخوندې رژیم له لورې یو ځل بیا د بې ګناه افغانانو د اعدام لړۍ پیل شویده ، دا اخوندې رژیم تقریبا هره ورځ افغانانو ته یو شمیر تابوتونه ډالۍ کوي . تازه راپورونه وایې چې سپاه پاسداران ایران عام افغانان د سوریې جګړې ته استخداموي تر څو د بشارالاسد په ننګه د شام د جنګیالیو په ضد وجنګیږي . زمونږ بې کفایته چارواکو لا تر دا مهاله پرې غوږ هم نه دی ګرولي .
    ځمکنۍ بشپړتیا مو خوندي نه ده هره ورځ مو د هېواد پولي د یرغل لاندې راځي ، نورو ګاونډیو هیوادونو لا پخوا یرغلونه پیل کړي ول ، په دې وروستیو کې هغه غلام هیوادونه چې د افغانانو د بې شمیره قربانیو په بدل کې یې خپلواکې او ازادې واخیسته نن د هماغه غیرتي هیواد په حریم یرغلونه کوي ژوندۍ بېلګه یې د ترکمنستان د سرحدي ځواکونو یرغل دي چې د راپورونو له مخې پنځوس کیلومتره دننه د افغانستان خاوره کې یې پوله جوړه کړي ، د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکو رسنیو سره یاده ستونزه شریکه کړيده ، د بادغیس والی احمد الله علیزي هم یاده پېښه تایید کړی او ویلې یې دی چې د باندینیو چارو وزارت یې له ستونزی خبر کړې دي .
    له بل لورې د جوزجان د قرقین ولسوالۍ اوسېدونکې خبر ورکوي چې د ګاوندې هېواد سرحدي ځواکونه یې رمې او مالونه غلا کوي او یا یې هم ترې په زور وړي ، د مالونو څرځایونه یې هم قبضه کړي او دوی نه پرېږدي چې مالونه یې وڅري .
    د جمهورې ریاست څوکۍ ته د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله دوهم مرستیال محمد محقق د افغانستان د تجزیې غوښتونکې دی ژوندۍ بېلګه یې د انګلستان د سنا مجلس د رئیس څخه یې وروستۍ غوښتنه وه چې تری یې غوښتی وو افغانستان باید وویشل شي ، دا هغه خاین دی چې موده وړاندی یې ویلي وو د ایران ګټې ورته د افغانستان له ګټو اولیت او ارجحیت لري .
    د جهاد ټیکدار او د شمالی ټلوالې تر ټولو ستر لنډغر د بلخ والی عطا محمد هره ورځ د ټاکنو خپلواک او د شکایتونو د اورېدو کمیسیونونو ته ګوتڅنډنې کوي ، کارکوونکې یې تهدیدوي ،ان د ولسمشر امر نه منی او ځانته پاچاهې یې جوړه کړي. په ډاګیزه توګه د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنې کوي د یو مشخص نوماند په ګټه کمپاین کوی د هغه په ګټه پریمانه درغلۍ کوي. پردی پال عطا په بلخ کې یو ځانته سلطنت جوړ کړې چیرته چې نه د جمهوررییس او نه هم د نورو لوړ پوړو دولتې چارواکو اوامر منل کیږي او نه یې فرمانونه پلي کیږي ، یو شمیر څلور لاري ، سړکونه او چوکونه یې د ایرانې ډیپلوماتانو په کثیفو نومونو نومولي دي.
    دغه لنډغر په تازه څرګندونو کې ویلي که د ټاکنو کمیسیون د خلکو رایو ته احترام ونه کړی او شفافیت رامنځ ته نه کړی (چې اشاره یې د عبدالله حتمې کامیابیدو ته وه) نو خپل ولایت به د مرکزې دولت له ولکې نه وباسي .
    د نا اهله او پردي پالو چارواکو له برکته افغانستان خپل نړیوال مقام او ارزښت له لاسه ورکړی دی ، د نشه یې توکو په تولید ، ادارې فساد ، بدې حکومتدارۍ کې په لومړې قطار کې ځای لری.
    افغانانو ! یو طلایې چانس په مخکې لرئ که غواړئ چې ځان او ګران هیواد له روانو بحرانونو وباسئ او په نړیواله کچه بایلل شوی خپل ځای او مقام وګټئ ، او غواړئ چې د نړۍ د نورو قومونو او ملتونو په څیر پرمختللی هیواد او مساویانه حقوق ولرئ نو په دوهم پړاو ټاکنو کې داسې نوماند ته رایه ورکړئ چې د افغانستان ګټو ته وفادار او په هېواد میین شخصیت وی ، داسې کس ته چې کلونه کلونه ادارې او کارې تجربه لری ، هغه نوماند وټاکئ چې نورو هېوادو ته پالیسی او تګلارې جوړوي ، څوک چې په دی هنر پوهیږي چې څرنګه یو ناکام دولت له سره ورغوی ، او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان جوړ کړی ، یو منظم او منسجم میکانیزم له لارې وکولای شي دې ټولو نادودو ته د پای ټګی کیږدي د یو نوی افغانستان بنسټ کیږدی او د سیالانو سیال مو کړي ، چې دا زرین چانس له لاسه ورنکړئ کنې داسې حالاتو سره به مخ شئ چې د نویېمې لسیزې یادونه به مو هېر شي


    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X