احمد جان مروت
مينه وېشم، مينه وېشم، زۀ د زړونو رفوګر يم
نفرتونو ته مې شا ده، د نفرت نه لاس په سر يم
په مئينو زېری وکړئ، "ديدنونه په وړيا دى"
د يادونو په سپرلى کښې د ګودر زېړ مازديګر يم
يو نويد د خوشحالۍ يم، علامت د رڼا ورځې
له تېرو سره په ضد يم، زۀ بېرغ د روڼ سحر يم
نور ادراک ګلې! زۀ ستا د محبت کولی نۀ شم
خو چې تۀ له ما خفه شې، زۀ له ځانه مرور يم
په تېرو کښې استوګن يم، له تېرو سره په جنګ يم
ستا د زلفو سپينه ليکه، ګلې! ستا د زړګى سر يم
که مې سل ځله په اور کړې تۀ کم عقله ستمګره
لا به نور هم ښائسته شم زۀ احمد لکه سرۀ زر يم
