دنړيوالو ادبياتوداوومې کليزې لمانځغونډه په بابربڼ کې جوړه شوه
پروين ملال : په پېښور کې زموږ دبهير غونډوته يواځې افغاني اديبانې اوشاعرانې راځي،پېښورۍ اودخيبرپښتونخـــــــوا شاعرانې او ليـــــکوالانې نه راځــــــــــــي.
دچهارشنبې په ورځ دلړم په ٢٤مه دسلګونو ښځينه اونارينه اديبانو لخوادنړيوالو ادبياتو اومې کليزې دلمانځغونډې پيل ، دګويټه انستتيون او مېرمن کلتوري ټولنې په ګډو هڅوپه کابل کې دبابربڼ دملکې په قصرکې وشو.
د ادبياتو لمانځغونډې چې له تېرو اووکلونو راپه دېخواجوړېږي په کابل کې ګويټه انستتيوت دځينو فرهنګي بنسټونو لخوادې خدمت ته اوږه ورکول شوې ده،خوسږکال ددې انستتيوت ترڅنګ دمېرمن بهير لخواپه شانداره مراسموکې (ښځه اودافغانستان معاصر ادبيات)ترنامه لاندې جوړه شوه،دغې دوه ورځنۍ غونډې ته دهېواد په شمول دبهرنيو هېوادونوڅخه هم افغاني ښځينه شاعرانې اواديبانې راغلې وې،چې له جملې څخه يې دبلقيس محبوبي چې دجرمني هېوادڅخه راغلې وه،همدارنګه له پېښوره تکړه شاعره اوهڅانده ليکواله مېرمن پروين فيض زاده ملال وه چې په دغه دوه ورځنۍ جشنواره کې يې فعاله ونډه واخسته او دغه پروګرام يې په خپلو ادبي او له هر راز مثبتوګټو ډکو مقالو ونازاوه.
ددې جشنوارې له څوتنو اديبانواودغونډې ګډونوالوسره مو خبرې کړي دي چې دلته يې تاسوته دلوستلو لپاره وړاندې کوو
پروين مل
دغه غونډه چې په کابل کې دګويته انستتيوت اوپه کابل کې دمېرمن بهير له خوا جوړه شوې او مېرمنوته ځانګړې شوې ده،يوپرځاى اقدام دى ،زه ډېره خوښه يم چې دايوه رسمي غونډه ده ځکه چې دې غونډې ته دافغان ولسمشر حامدکرزي پيغام هم را استول شوى وو، نورې ډېرې علمي اوڅېړنيزې مقالې ولوستل شوې دغې جشنوارې دوه ورځې وخت درلود اوټولوراغلو مېرمنواونجونوته پکې ونډه ورکړل شوه اوداهم زمالپاره وياړ ځاى دى چې اوس افغان مېرمنې ډېرې پرمخ تللي دي،کنه ددومره مېرمنو په يوځاى کې راټولول څه اسانه کار ندى،چې دازه دټولو افغاني مېرمنولپاره يوه لويه کاميابي اولاسته راوړنه بولم.
موږپه خپله افغاني خاوره کې دنارينه ووترڅنګ ډېر ښځينه استعدادونه لرو،چې اوس يې ډېر اثار چاپ شوي دي،زه لازمه بولم چې دلته د اغلې صفيه صديقې ،مېرمن بلقيس محبوبي،زرلښتې حفيظ ،خداى بخښلې ځوانيمرګې کريمه رسولي،شايسته سندرغاړې مېرمن ښاپېرۍ نغمې،فريده هوډ سيفي نومونه واخلم،نورې هم ډېرې خويندې شته چې نوې راټوکېدلي دي خو دادب په برخه کې يې عمرونه له پاخه عمرونو کم ندي نو داهغه مېرمنې اونجونې دي چې دپښتوادب لپاره يې ډېرڅه کړي دي.
مونږ دمېرمن کلتوري ټولنې غونډې په پېښور کې هم کوو په مياشت کې يوه غونډه لرو چې دافغانستان داسلامي جمهوريت په ښونه کې وي ،خوله بده مرغه چې هغې ته يواځې افغاني مېرمنې او نجونې راځي زموږ پېښورۍ خويندې يادخيبرپښتونخوا شاعرانې اوليکوالانې نه راځي حال داچې موږڅوڅوځله را دعوت کړي دي.
دل افروز زيرک
دمعاصروادبياتو اووم جشن چې داير شوى دى موخه يې په افغانستان کې ادبياتو ته ارزښت ورکول دي، خصوصاً دښځوادبياتوته ،ځکه چې اوس مېرمنې تردېره بريده له پامه غورځول شوې دي، په دې معنى چې هغوى دومره جرئت نلري چې خپل اوز پورته کړي او ياهم داسې ځاى نلري ترڅوپکې څه وليکي نو په زغره ويلى شم چې خلکو ورته داحق ندى ورکړى، اوداچې ښځوته حق ورکړ شي دالمان يادګويته انستتيوت لخوا دغه جشنواره داځل دښځوپه نوم ونومول شوه، چې دولاياتو له ګوټ ګوټ څخه ښځې را غوښتل شوي همدارنګه دنورو هېوادونوڅخه ادبپالې مېرمنې راغوښتل شوي دي چې له نېکه مرغه دلته په دې غونډه کې يې له موږسره ګډون وکړ .
ښځوپه اوس وخت کې يوڅه کار کړى دى پښتوادب ته، چې له جملې څخه يې مېرمن کلتوري ټولنه يادولى شو،موږ اوس په ځينوولاياتوکې هم څانګې لرو ،چې وخت په وخت خويندې راټولېږي او خپل شعرونه ،مقالې ،لنډې کيسې او ادبي ټوټې يوله بلې سره شريکوي، چې موږ دهماغو ځايونوڅخه هم خويندې راغوښتې وې خو په تاسف سره بايد ووايم چې په ځينو ولاياتوکې امنيت ښه ندى نو ځينوخويندو ونه کړاى شو چې خپل حضوردلته ثابت کړي خوبياهم هغوى له موږسره دي.
افغاني مېرمنو ددې ترڅنګ چې په هېوادکې يو ګونګ حالت دى بياهم دغو مېړنيو مېرمنو او نجونو ډېرکارونه کړي دي ،ډېرکتابونه چاپ شوي ،اوس هغه وخت ندى چې موږبه په غونډه کې څودګوتوپه شمار مېرمنې يادولې اوس ماشاء الله دګوتوله شمار څخه وتې دي او حالات يوڅه بدل شوي دي.
پاکيزه ارزو
نن دنړيوالو ادبياتو اووم جشن چې له نېکه مرغه په کابل کې دبابربڼ دملکې په قصرکې جوړ شوى دى او دښځومعاصرو ادبياتو ته داجشنواره ځانګړې شوې ده، دازموږ لپاره اودافغانستان مېرمنوته يوښکلى زېرى دى.
زه ډېره خوښه يم چې له ګوېته انستتيوت سره مېرمن بهير څنګ په څنګ کار وکړ،اوپه دې بريالى شو چې دومره يو لوى محفل دادبياتو لپاره جوړ کړي اوهغه هم دښځولپاره.
له لرغونې دورې تر ننه پورې ښځې دافغانستان دادبياتوپه برخه کې هڅې کوي اوډېرې زياتې لاسته راوړنې هم لري،خونسبت نورو وختونوته په اوس ډېر پرمختګونه شوي دي، چې لويه نمونه يې مېرمن کلتوري ټولنه ده، او لوى وياړ يې دادى چې نن زموږ ډېرې ليکوالانې خپل شعري،کيسه ييز او نورادبي کتابونه نندارې ته وړاندې کوي اوخلکو لپاره يې داستفادې وړ ګرځوي.
نن دلته دښځو ونډه اوشتون راته کم رنګى ښکاري خوهېڅ خفه نه يم ځکه پوهېږم چې ټولې پښتنې مېرمنې اوادبيانې له موږسره دي، دلته يې کمرنګي توب علت فکر کوم چې دادى،زموږ ډېرى نجونې اوخويندې معلمينې ،متعلمينې او دولتي مامورينې دي اونن يوه رسمي ورځ ده، ددې ترڅنګ ازموينې هم پيل دي نو ځکه ډېرې ندي راغلي که کومه بله ورځ واى يا غير رسمي نو به حتماً دلته راغلې واى،زه هيله منده يم چې دغه شان نورې جشنوارې هم ولرو ترڅو افغانې خويندې خپل اواز په مينه او دادبي ولولوپه رڼاکې پورته کړي.
عبدالغفور لېوال
له تېرو اوو کلوراپه دېخواپه مسلسله توګه دګوېټه انستتيوت ديوشمېر فرهنګي بنسټونو په مرسته دافغاني معاصرو ادبياتو ديوې ځانګړې برخې په اړه ملي جشنوارې جوړېږي، سږکال دغه جشنواره دښځوونډه په افغاني ادبياتوکې اودښځوڅهره په افغاني ادبياتوکې ددې لپاره ځانګړې شوې ده، زه فکر کوم چې ښځه او ادبيات داسې دي لکه ديوې سکې مخ اوسټ،دښځې حضور په ټولو ادبياتوکې همېشه ګي ده ،هېڅ ادبيات دښځوڅخه تش ندي.
په دغه جشنواره کې دښځو په نويو لاسته راوړنو رڼا واچول شوه اوزه باور لرم چې دغې برخې ته پاملرنه به په راتلونکې کې دادبياتو دلا ځلااوشګوفايۍ لپاره يوپه زړه پورې ګام وي.
زموږ لويه برخه شفاهي ادبيات دښځو لخوا رامنځته شوي دي، چې دايوه لويه خزانه ده، زه فکر کوم چې افغاني ښځې له نورو مدنيتونواو ادبياتوڅخه وروسته ندي پاتې، او په دې برخه کې يې سره له دې چې ډېرخنډونه ورته په مخ کې پراته دي دېرکار کړى دى، ادبيات زموږ دژونداوهيلو دانعکاس هنداره ده، او هره ورځ يې لمانځو خوکه بياهم لکه دنن پشان ځانګړې ورځې ولري نو لابه مو ورته توجه زياته شي.
سيدجيلاني جلان
دادبياتو دورځې لمانځل د نورو ترڅنګ يوپه زړه پورې اقدام دى، خصوصاً دمعاصروادبياتو لپاره زما په اند دښځو دادبياتو لپاره بايد نور ډېرکارونه هم وشي، يعنې دهغو ښځو احساسات چې وژل کېږي حق نه ورکول کېږي ترڅو خپل اواز پورته کړي،ډېرکوښښ وکړو چې دهغوى لپاره دمرکز په شمول په ولاياتوکې سيمينارونه جوړ کړو ترڅوهغوى خپل دزړوه اواز او هغه قيودات چې ورباندې دکورنيو لخوا وضعه شوي دي په پخله ژبه له نوروسره شريک کړي، اوټولې ستونزې يې په مکمله توګه راواخستل شي ،کومه جشنواره چې نن جوړه شوې داهم يوه په زړه پورې ده، ډېرې خويندې پکې راټولې شوي دي، دايې يو مسؤوليت بللى دى خو ښه به داوي چې دښځو ستونزې په کلي توګه حل او هغوى خپلوادبي هلو ځلوته پرېښودل شي.
ادبيات اخلاق دي، ادبيات خپله يو ژوند دى او ادبيات هغه دنيا ده چې سړى د يوسپېڅلتياپه لوري بيايي د زهن د ارامولوپه لور يې بيايي او د ژوند داصلي تقدس کيليانې په لاس ورکوي،ادبيات بايد هروخت ولمانځل شي او لمانځل کېږي هم،کله چې يو شاعر شعر ليکي داپخپله دادبياتولمانځنه ده.