Announcement

Collapse
No announcement yet.

******د کار خبرې******by feroz Afridi

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ******د کار خبرې******by feroz Afridi

    ******د کار خبرې******

    حاصل مطالعه
    ليک: فيروز خان افريدي

    پخوا به په بسونو کښې ځيني شعرونه وو چې هغه وخت نه خو مونږ په شعرونو پوهيدو او نه ئې په معني .

    زما په شان ډير خلک اوس هم په نه پوهيږي خو څو ک هم چې په بسونو کښې سفر کوي.
    دا شعرونه کم از يو ځل نيم لولي.
    يو شعر داسې دے

    ګنج بخش" فيض عالم مظهر نور خدا
    ناقصان را پير کامل' کاملان را رهنما

    دا شعر د خواجه معين الدين چشتي رح شعر دے کوم چې
    هغوئي د علي بن عثمان بن علي الجلابي الهجويري الغزنوي
    المعروف حضرت داتا ګنج بخش په مزار(مولود غزني افغانستان مدفن لاهور پاکستان( د معتکف کيدو په وخت وئيلې وو.
    د شعر معني

    حضرت خواجه معين الدين چشتي المعروف خواجه غريب نواز( مدفن اجمير شريف هند( په دې شعر کښې د حضرت دا ګنج بخش ذات شريف د خزانو ويشونکې ،د فيوضو و براکاتو مزکز او د الله نور بللې دے او د هغۀ خلکو د پاره څوک چې د حق او معرفت په تلاش کښې دي يو مکمل او کامل پير او مرشد ګڼلې دے.
    او د کاملانو شيوخو ،صاحب کراماتو او رسيدلو خلکو د پاره ئې د يو لارښود او رهنما په مقام ټاکلې دے.

    مطلب دا دے چې حضرت علي الهجويري نه صرف صاحب کمال بزرګ، ولي الله وو بلکه په شرعه پابند با عمله عالم او فاضل شخصيت وو.
    حضرت علي هيجويري د محمود غزنوي په وخت کښې د هغوئي سره راغلې وو د د سن 1001 عيسوي او 1024 په مينځ کښې وخت ياديږي.
    دغه وخت د ده عمر د شلو پينځويشتو نه پا س وو.
    دوئي په لاهور کښې په 465 هجري کښې وفات شوې دے

    دوئي لاهور ته د راتلو ن نه مخکښې 9 کتابونه ليکلي وو، چې اوس يو هم نشته.
    اخيري او اهم کتاب ئې د تصوف په حکله مکمل کتاب دے دا دوئي د ژوند په اخيري برخه کښې په فارسئ ژبه د کشف المحجوب په نوم ليکلې دے.
    چې په هر لحاظ د يو لوئي عالم لوئي او مستند علمي کتاب دے.دا کتاب د تصوف په اسرار او رموزو اولينې په فارسې ژبۀ ليکلې شوې کتاب دے
    د کشف المحجوب مطلب د پردو لرې کول دي.
    _________________
Working...
X