Announcement

Collapse
No announcement yet.

په افسوس افسوس مې دواړه سترګې سرې شوې

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • په افسوس افسوس مې دواړه سترګې سرې شوې

    په افسوس افسوس مې دواړه سترګې سرې شوې
    چې نظر مې شو روزګار د دې دنيا ته
    له ډېر غمه مې په مخ اوښکې خورې شوې
    خدايه ما پښتانه ټول سپارلي تاته
    د افسوس نارې وهم په زوره زوره
    پښتانه په خوب ويده دي نه پاڅیږي
    زوی د پلار په لاره نه ځي ورور د وروره
    هر سړی د ځان په ګټه خو شحالېږي
    حقيقت کې يو پيدا له يوې موره
    دا وطن دی زمونږ مور که څوک پوهیږي
    د دې حق مونږ نه تلف خاورې ايرې شوې
    ځکه لاس د محتاجۍ نيسو بل چاته
    ای پښتونه دې دنيا ته لږ نظر کړه
    د مرغانو په شان ګرځي په اسمان
    ته هم نر شه سرومال په دې لار ورکړه
    نارينه شه هر ځای وګټه ميدان
    د شېرشاه او د ميروېس نه ځان خبر کړه
    تاريخ بېرته کړه او ګوره داستان
    پلار ګټلي زوی ته ټوکې مسخري شوې
    دا متل استعمالیږي ما وتاته
    په دنيا د پښتنو څومره لوړ نوم و
    چې روان وو د يووالي په يو لار
    په هر ځای يې د بري بيرغ معلوم و
    احمدشاه بابا دی پرېښی لوی يادګار
    چې به دوی په کوم طرف وړی هجوم و
    د ښمنان يې وو تر پښو لاندې تار تار
    نن مې څله د خپل ځان برخې سپیې شوې
    زمونږ سترګې د اميد دي هرې خوا ته
    موجوده پښتانه ولې نه شرمېږي
    چې يې پرې ښوه د نيکونو سمه لار
    د دې ژوند نه په مرګ ولې نه خوښیږي
    چې د بل د لاس جوټه خوري لکه زار
    چې د بل پيسو ته لاس نيسي ودرېږي
    په هغه پښتون لعنت شه هزار بار
    خو زما ملنګ جان برخه دا سورې شوې
    که د خوږ زړګي ملهم را کړي خدای ماته
    ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~
Working...
X