١. د حميد بابا په شاعرۍ کښې د خيالاتو ندرت، د مضمون نزاکت، د تشبيه جدت او د مثال بې مثله لطافت د ټولو نه جوت خصوصيت دے. د مثال په طور ئې دا شعرونه:
په رموز د يار د شونډو يار پوهېږي
د مۍ خور زده سوال جواب د مۍ فروش
په مدد د وچ ګوګل د لمدو سترګو
تماشه د بحر و بر کوم په کور کښې
لکه سر د پسۀ په اور غاښونه سپين کا
ما له نن له ډېره غمه خندا راغله
له هغې مخه به څنګه بوسه اخلم
چې رخسار ئې په نسيم د سحر خُوږ شي
چې نظر ئې د ګل رُخ ساقي په مخ شو
د نرګس له لاسه جام پرېوت نسکور شو
چې مې يار له خوبه ويښ نۀ کړې نسيمه
ګوره الوځه په ورو په تلطف
٢. د قدرتي تشبيهاتو او د فطرت په نازکو او لطيفو تمثيلاتو کښې اعلٰي مصوري او منظر کشي د هغۀ په شاعرانه استاذۍ دلالت کوي.
خط په مخ د صنم راغے کۀ سپوږمۍ شوه په هاله کښې
دا ئې غاښ په خلۀ کښې زېب کا کۀ ژاله شوه په لاله کښې
دا زما د غمه شين زړۀ پکښې خيال د يار د شونډو
هسې رنګ زېب و زينت کا لکه مۍ په شنه پياله کښې
٣. د حميد په شاعرۍ کښې مضمون آفريني کمال ته رسيدلې ده. د نوو نوو مضمونونو، د نادرو خيالاتو، د نازکو تشبيهاتو څۀ نمونې ئې پېش کړي دي:
زۀ د شمع په څېر اور په تندي بل کړم
تۀ د صبح په څېر خاندې له غروره
له ستمه دې کرم هسې جلوه کا
لکه بريښي آب حيات له تورتمه
لکه ګل و خفه ځائے ته شي بوئ زيات کا
تر پخلا مې هغه يار دے مرور خوښ
دا زما د آه لوګے پکښې ليدۀ شي
آئينه دې د مخ نۀ ده په خط زنګه
چې په تورو سترګو تور رانجۀ شي پورې
له يوې تورې بلا پاڅي سل نورې
٤. د حميد بابا په شاعرۍ کښې د خپل ماحول کاميابه عکاسي هم شته. هغۀ په سياسي کشالو، د معاشرې په خرابيو، د حکومت په بې اعتداليو او ظلمونو هم قلم پورته کړے دے او د معاشرې د يو ذمه دار مرد په حېثيت ئې د شعر په انداز کښې خپل اخلاقي فرض پوره کړے دے.
دا څۀ طور دګرګون راغے وقت نور شۀ
چې ښېوه د عادلانو ظلم و زور شو
يو د بل په ښۀ او بد رسېدے نۀ شي
سود او زيان د خلقو واړه کورا کور شو
غريب خلق مردګان پکښې ورتېږي
ظالمان منکر نکير پېښور ګور شو
کۀ دفتر د اشنايۍ کړې پاڼې پاڼې
بيا به نۀ مومې يو حرف د وفا هم
هغۀ د جمال خان واقعه هم نظم کړې ده او دا ئې ښودلي دي چې د هغۀ کورنۍ ځکه تباه شوه چې ظلم ئې کولو او د ظلم هم دغه انجام وي.
هر سردار چې د خپل قوم د بدو خيال که
آئينه دې د خپل ځان حال د جمال که
خو بدنام په دا جمال خدائے خدړيزي کړۀ
ګڼه هره چار په خلقو خپل اعمال که
٥. د حميد بابا په زمانه کښې د مغلو حکومت ډېر بدنظمه او بې اعتداله وۀ. زور ظلم دپاره مغلواله عامه اصطلاح ګرځېدلې وه. حميد بابا د دې اصطلاح استعمال څومره په ښکلې انداز کښې کوي.
په تمام جهان قراره قراري ده
په حميد د غم مغل راؤخاتۀ
يو به نسم مغلواله د رقيب ستا
په رښتيا کۀ زېږولے پښتنې يم
کۀ په نور وګړي ظلم د مغل دے
خدائے غمونه کړۀ دا ستا مغل زما
٦. د حميد بابا په شاعرۍ کښې د معاشرې د اصلاح دپاره قيمتي پند و نصيحت هم شته او دا پند و موعظت ئې په داسې اثرناک انداز کښې کړے دے چې د هغۀ د ستر علميت او واعظانه فطرت، ژورې مشاهدې عکاسي پکښې کېږي.
اے مدام د نس په زېرمه مبتلا
ځان ته ولې ويښوې اوده بلا
دانايان له دشمنانو صلا نۀ کا
تۀ په څۀ کوې د نفس شېطان صلا
په حيا کښې سړے وږے تږے ښۀ دے
نۀ په شهدو شکر موړ په بد رسوا
هر سړے په خپل ښائست باندې زېبا دے
نۀ د مور په زېبايۍ نۀ د ابا
نازولے زويه نۀ اخلي ادب
او د سېوري نخل نۀ نيسي رطب
په زړۀ مهر، په خلۀ قهر زوي ته بويه
څۀ ښۀ وائي چرته ډب هلته ادب
دروېشي په تخت و تاج باندې زوال خوري
تخت و تاج لره زوال، تاخت و تاراج
٧. حميد بابا د عشق حقيقي او د تصوف په رموزو هم پوهه وۀ.
مې بايد د يار طلب په ترک وجود
نار له نوره دے بيل کړے دغه دود
په يوۀ نفس حباب له بحره بيل شي
نشته هيڅ په دم وهلو کښې بهبود
٨. مثالي تشبيهات د هغۀ په شاعرۍ کښې ځائې په ځائې ښکاري. د نوخطو تشبيه بويه چې څوک داسې په نزاکت پېش کړي.
د نوخطو درشتي زما اشتي ده
په ازغن بوټي ارام کا عندليب
د ارسال المثل نمونه:
د لمدو خټو دارو لږې اوبۀ وي
ازموې راباندې څۀ لره زور هومره
حقه دا ده چې د خپلې نازک خيالۍ له مخه د ((موشګاف)) عبدالحميد دا دعوٰي د فارسۍ په شاعرۍ د ناز کونکو په وړاندې صحيح ده چې:
فارسي بانو د حېرت ګوتې په غاښ کړے
چې حميد سخن سازي کړه په پښتو کښې
چې هيچرې په فارسۍ کښې موندے نۀ شي
هسې ساز دے حميد ايښے په پښتو کښې
او هغۀ د خپلې معياري شاعرۍ له مخه صرف د سړبنو نه بلکه د ټولو پښتنو شمله ده. لکه چې وائي:
د حميد د ساده شعر کمال ګوره
چې شمله شو د تمام سړبني
په ٢٧٢ غزلو، ٢٤٢٩ شعرونو او ١٣٧ مخونو مشتمل ديوان ((درومرجان)) نه علاوه چې تقريبًا پنځۀ ځله له مختلفو ادارو او کسانو له خوا شائع شو. د حميد بابا دوه نور منظوم کتابونه هم دي.
١. قصه (د شاه و ګدا)). دا په فارسۍ کښې هلالي ليکلې ده او حميد بابا د غلام محمد اخونزاده په وېنا په پښتو مثنوي کښې ترجمه کړه چې همېش خليل تقريبًا دېرش کاله وړاندې چاپ کړې ده.
٢. ((نېرنګ عشق)) دا هم د مولانا غنيمت د عزيز او شاهد د عشق رومان دے چې په فارسۍ کښې هم د مثنوي ((نېرنګ عشق)) په نوم ليکلے شوے وۀ. عبدالحميد بابا ئې پښتو مثنوي کښې ترجمه کړې ده.
(پروفېسر افضل رضا)