دا هم يو شين سهار وو دلمر زرينې وړانګې د غره تر شا ور ، ور را پورته کيده ، دغره لمن په ارغواني ګلانو پو ښل شوې وه او طبعيت ځانته داسې ښکلارا غوره کړی وه چې د پسرلي منظره له ورايه په کې معلوميده ٠ د نا ارام زړه تقاضا سره مې ځان ستا د خيالونو دنيا ته ورساوه . ستا د مخ د ننداره په لټون د کوره ووتم ځان مې هغه ګلبڼ ته ورسا وه کوم چې هر سهار د عادت له مخې له خو به پاڅيدم او بيا د ګلونو دليدو په تکل ګلبڼ ته به مې مخه کړه ٠
دا هم يو شين سهار و د مرغانو اوازونه له هر خوا اوريدل کيدل بلبلان په نغمو سر ول ، بورا ګان هم ګل مخونو نه تاويدل او دخپلې سينې يې د ګلونو ازغيو ته سپر نيولې وې . لمر ګل هم په ورين تندي د لمر وړانګو ته په خندا و ٠ دانار، الوچې،الوکاټو،او دسنځلو، او د نارنج ونې په رنګا رنګ ګلانو ځانو نه ښايسته کړي او دتو تانو ونې هم په تکو شنو پاڼو کې ځانو نه ښايسته کړي وو ،خو ماهر ې خواته نظر غوځاوه . چې تا وګورم لکه د نورو ورځو په شان ژړا مې ستوني ته مرۍ شوې وه . څلورو خواو ته مې وکتل ته مې پيدا نکړې ها خوا لری مې کتل چي دګلابو ګلونه په سره، سپين او ګلابي جامو کې ځانونه يي پټ کړي وو او ماته يي دبلنې اشارې کولې مامې ځان ګل بوټو ته ورساوه دګلابونو هاغه غونچې ته چې په ګلابي جاموکې په ورين تندي ماته د بلنې هر کلی ويل زه ور نژدې شوم په دواړه لاسونو مې دا غونچه د ګلونو ونيوه چې بوی يې کړم نا ببره مې خپلو شنډو ته نژدی کړ ه چې ښکل يی کړم يوځل بيا ستا دخيالنو پريښته زه يې ستا دنيا کې ډوبه کړم . د څو شيبو نه ورسته ناڅاپه مې دبورا اواز تر غوږ شو ژر سر مې پورته کړ کتل مې چې څو اوښکې مې دګلابونو په پاڼو توې شوې وې تا به داسې فکر کاوه چې دسهار شبنم په ګلانووريدلی٠ څلور خواته مې وکتل ته بيا هم نه ښکاريدې په ور ور په قدم وهلو مې لاس پوري کړ او دخداې (ج ) داقدرت ته چې دا ښکلا يې طبعيت ته ور په بر خه کړی وو حيرانه کړې ومه . دنارنج د ونو د خاښونو لاندې مې په قدم وهلو لاس پورې کړ کتل مې چې د نارنج ګل له خاښو نو نه راباندې ګلونه شيندل کيږي داسې لکه ته به وايې چې کومه ناوې ته د واده په ورځ چا پسرګلونه شيندلې وي ٠ غوښته مې چې سر نه مې دا ګلان وريژومه لاس مې په سر تير کړ او لاندې ځمکه ته مې کتل مې چې څومره مې دويښتانو نه ګلونه پر ځمکه وڅنډل کتل مې چې د خداې بلا د نارنج ګلونه پر ځمکه پراته وو يو ځل بيا ته مې په ياد شوي خو سره د دې ځمکې ته ور ټيټه شوم غوښتل مې چې دا ګلونه ټول کړم او تر ستنې يي تير کړم ځانته ترې غاړکۍ جوړ ه کړم او دنوي پيغلتوب په وياړ يې لږ څه خپل ويښتانو کې وځړوم د کليوالې پيغلې په شان کيناستم .د خپل جيب نه مې د تار غونډاری او له ټټره مې ټوبلې ستنه راو ويسته . ګلان مې يو يو تر ستنې تيرا وو چې ناڅاپه مې ستنه په ګوته کښې وردننه شوه او نا ببره مې دخولې نه د اخ !اواز پورته شوه د اخ سره سم په خپل کټ کې کيناستمه سترګې مې خلاصې کړې کتل مې چې هيڅ هم نه شته دا څه چې ما ليدلي وو دا هغه خيال وو چې زه يې د پسرلې په موسم کې ستا د خيالونو دنيا ته يې ميلمنه ومه .
پای
